ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه ښار د ځینو مرکزونو لېستونو کې رایه ورکوونکو خپل نومونه نه دي موندلي

د فراه ښار د ځینو مرکزونو لېستونو کې رایه ورکوونکو خپل نومونه نه دي موندلي

author avatar
20 Oct 2018 - 11:48
د فراه ښار د ځینو مرکزونو لېستونو کې رایه ورکوونکو خپل نومونه نه دي موندلي
author avatar
20 Oct 2018 - 11:48

فراه (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د فراه ښار د رايو په ځينو مرکزونو کې لسګونو کسانو د رايو ورکوونکو په نوملړ کې خپل نومونه نه دي موندلي او د ټيټ عمر کسانو هم رايه کارولې ده.

د پژواک خبريال په فراه ښار کې د سټيډيوم، مېرمن نازو ښوونځي، نفيسه توفيق ميرزايي ښوونځي، ارباب کلا ښوونځي او ملالۍ ښوونځي د رايو مرکزونو کې لسګونه کسان ليدلي چې پر تذکرو يې سټېکر لګېدلي خو په دغو مرکزونو کې يې د رايې ورکوونکو په نوملړ کې نومونه نه دي موندلي.

دغو کسانو ويلي چې په همدغو مرکزونو کې يې نومليکنه کړې، خو د رايو ورکوونکو په نوملړ کې يې نومونه نشته.

د پوليسو يو افسر ميراحمد وايي چې ده د مېرمن نازو ښوونځي د رايو په مرکز کې نومليکنه کړې، خو اوس يې په نوملړ کې نوم نشته دى. په دغه مرکز کې تر ٧٠ داسې کسان وو چې ويل يې نومونه يې نوملړ کې نشته.

د نفيسه توفيق ميرزايي ښوونځي د رايې ورکولو د يو محل مشر عبدالصبور وايي، د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر ورته ويلي، هغو کسانو ته د رايو ورکولو اجازه مه ورکوئ چې نومونه يې په نوملړ کې نشته.

دغه راز د پژواک خبريال ليدلي چې د فراه ښار په بېلابېلو مرکزونو کې تر ١٨ کلونو د ټيت عمر لرونکو کسانو رايه ورکړې ده.

د ملالۍ ښوونځي د رايو په مرکز کې د نوماند عبدالستار حسيني څارونکى اميد وايي چې ده د يو تن انځور واخيست چې عمر یې تر ١٨ کلونو ټيټ و.

دى وايي چې وروسته د ولايتي شورا د غړي فريد بختور ساتونکي راغلل، دى او د بل نوماند سميع الله صميم څارونکى عبدالرزاق يې وډبول او د ده موبايل يې هم ترې واخيست او انځورونه يې ترې پاک کړل.

د فريد بختور پلار عبدالجليل بختور له فراه نه ولسي جرګې ته نوماند دى.

فريد بختور هم په ياد مرکز کې و، خو له خبريالانو سره يې خبرې ونه کړې.

د نوماند سميع الله صميم څارونکى عبدالرزاق هم د اميد څرګندونې تاييد کړې.

د مېرمن نازو لېسې د رايه ورکولو مرکز د يو محل مشر عبدالظاهر په دې اړه يواځې همدومره وويل، هغه کسان چې پر تذکرو يې سټېکر لګولي، د رايې ورکولو حق لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.