د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنو امنيتي پېښو کې د دولت لسګونو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ټاکنو امنيتي پېښو کې د دولت لسګونو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 20, 2018 - 20:07

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال په ځینو ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنيتي چارواکي وايي، د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. دغه پېښه نن (د تلې ۲۸مه) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د صبريو ولسوالۍ په خټکي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد تر څنګ وويل، ياد وسله وال طالبان په سراچه موټر کې سپاره وو چې تر بريد لاندې راغلل.

ده زياته کړه، د بريد په پايله کې په سراچه کې ناست شپږ واړه طالبان وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللی دی.

د هغه په وينا، له دغو کسانو سره له لرې نښه ويشتونکې وسلې وې او غوښتل يې په ياده ولسوالۍ کې د ټاکنو روانه پروسه ګډوډه کړي.

بلخوا په هرات ولايت کې هم ځايي امنيتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د نښتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د ګرشک امنيه قوماندان څارن محمد اسماعيل خپلواک وايي، نن غرمه څلور طالبان چې په موټر کې يې هاوان نصب کړی و او غوښتل يې د رايې اچونې پر مرکز بريد وکړي، د بمبار په ترڅ ووژل شول.

بلخوا د بدخشان ولايت امنيتي مسوولين وايي، په ارګوى ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د طالبانو د نظامي مسوول قاري بسم الله په ګډون څلور کسان وژل شوي او څو نور ټپيان شوي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، د عملياتو پر مهال درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د جوزجان والي مولوي لطف الله هم وايي، د نن ورځې په عملياتو کې يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

بلخوا د کندوز مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولايت د مرکز په زرخريد سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو سراچه موټر په نښه شوى او په کې سپاره ۶ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو نن د ټاکنو پر مهال په ځینو ولايتونو کې په بريدونو کې د زيات شمېر دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement