ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون: د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د رایې ورکونې ۲۴۴ مرکزونو نه دي خلاص شوي

د ټاکنو کمېسیون: د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د رایې ورکونې ۲۴۴ مرکزونو نه دي خلاص شوي

author avatar
20 Oct 2018 - 18:04
د ټاکنو کمېسیون: د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د رایې ورکونې ۲۴۴ مرکزونو نه دي خلاص شوي
author avatar
20 Oct 2018 - 18:04

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې نن د بېلابېلو ستونزو له امله د رایې ورکونې لږ تر لږه ۲۴۴ مرکزونه نه دي خلاص شوي او ټاکل شوې ده چې په دغو مرکزونو کې سبا ټاکنې ترسره شي.

د ولسي جرګې ټاکنې نن سهار له غزني او کندهار ولایتونو پرته په ټول هېواد کې په رسمي ډول پیل شوې خو ستونزې یې درلودې. د هېواد په کچه په ټولیز ډول له پنځو زرو ډېر د رایې ورکونې مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کمېسیون د لومړنیو څېړنو له مخې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ضروري موادو د نه رسېدو، د کارکوونکو د ناوخت رسېدو او د بایو متریک ماشینونو د خرابېدو له امله د رایې ورکونې ۲۴۴ مرکزونو د غرمې تر یوې بجې پورې غیر فعال وو.

خو نوموړی وایي چې امکان لري دغه شمېرې نن تر ماښامه تغییر وکړي او تړلي مرکزونه ډېر شي.

بله ستونزه چې نن یې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو راپور ورکړل شوی داده چې ځينو مرکزونو ته بایومتریک ماشینونه نه دي رسېدلي او یا یې کار نه دی کړی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پرېکړه چې کاپي یې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ښيي، په هغو مرکزونو کې چې نن ورته بایومتریک ماشینونه نه دي رسېدلې او یا یې فعالیت نه دی کړی، لومړی د ستونزې د حل لپاره تخنیکي هڅې کېږي او که ستونزه حل نه شي له احتیاطي بایومڼریک ماشینونو او یا د تړلو مرکزونو له بایومټریک ماشینونو څخه ګټه اخیستل کېږي.

په یاده پرېکړه کې راغلي چې که بیا هم ستونزه حل نه شي د رایې ورکوونکو د نوملړ له مخې باید رایه ورکونه دوام وکړي او خلکو ته د رایې ورکونې اجازه ورکړل شي، خو په پای کې باید د محل رییس او څاروونکي د هغه پوره راپور په ژورنال کې ولیکي او د څاروونکو او لیدونکو تایید د تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د رایې ورکوونکو لېست له مخکې ترتیب شوی دی او ځینو مرکزونو ته نه دی رسېدلی او یا د یو شمېر رایې ورکوونکو نومونه نه دي پکې لیکل شوي.

سرچینې لیکلي، د رایې ورکونې په هغه مرکزونو کې چې کارکوونکي یا ټاکنیز مواد ورته ناوخته رسېدلي د رایې ورکونې وخت تر اتو بجو غځول کېږي او د رایې ورکونوې بهیر ته دې د رایې ورکوونکو تر خلاصېدو تر اتو بجو دوام ورکړل شي. او د هغه مرکزونو ټاکنې د سبا تر سره شي چې د غرمې تر یوې بجې په کې د رایې ورکونې مرکزونه فعالیت پیل نه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.