ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مُحب : ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د ولسواکۍ دښمنانو ته ځواب دی

مُحب : ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د ولسواکۍ دښمنانو ته ځواب دی

author avatar
20 Oct 2018 - 14:49
مُحب : ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د ولسواکۍ دښمنانو ته ځواب دی
author avatar
20 Oct 2018 - 14:49

کابل ( پژواک،۲۸ تله ۹۷): د افغانستان د امنيت شورا سلاکار وايي، خلکو په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره وښوده چې د ولسواکۍ دښمنان يې د ارادو مخه نه شي نيولی.

د امنيت شورا سلاکار حمدالله محب نن غرمه د"کابل اماني لېسې د رايې ورکولو مرکز" کې د خپلې رايې په کارولو سره وويل، په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د حکومت او افغان ولس ستره لاسته راوړنه ده.

محب وويل: (( افغانانو له نسبي ګواښونو سره - سره په دغې ملي او ټولمنلې پروسه کې پراخ ګډون وکړ او ويې ښوده چې د ولسواکۍ دښمنان نه شي کولی د روښانه راتلوونکي لپاره د ولس د ارادو خنډ شي.))

د ملي امنيت سلاکار  ډاډ څرګند کړ، چې افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د رايې ورکولو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره ګومارل شوي او خلک کولی شي د خپلې خوښې نوماند د ټاکلو لپاره د رايې مرکزونو ته ورشي.

له کندهار او غزني ولايتونو پرته دهېواد په ټولو ولايتونو کې نن ( تلې ۲۸مه) د ولسي جرګې   ټاکنو بهير پيل شو.

د ټاکنو کمېسيون اعلان کړی چې که يو شمېر کسان د بېلابېلو علتونو له امله له رايې ورکولو پاتې شي، سبا (تلې۲۹مه)  کولى شي په ځينو مرکزونو کې رايه واچوي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.