ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې ځانمرګي بريد ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ښار کې ځانمرګي بريد ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
20 Oct 2018 - 19:34
کابل ښار کې ځانمرګي بريد ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
20 Oct 2018 - 19:34

کابل ( پژواک، ۲۸ تله ۹۷): د کابل ښار ۱۷مې امنيتي حوزې اړوند د رايه ورکولو يوه مرکز ته څېرمه په ځانمرګي بريد کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

په ۱۷مه امنيتي حوزه کې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريد نن ماښام شاوخوا ۵ بجې ترسره شوی دی.

د نوموړي معلوماتو له مخې، برید هغه مهال وشو چې د کابل ښار اوولسمې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې سرکوتل سيمه کې خلک د رايې ورکولو مرکز کې راټول شوي وو.

امنيتي سرچينې همداراز يادونه وکړه چې امکان لري د دغه بريد د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.

په ورته مهال د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د کابل ښار خيرخانې سرکوتل سيمه کې ځانمرګی بريد تاييد کړ؛ خو د دې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېر يې و نه ښود.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.