د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​"د ځینو مرکزونو په لېستونو کې د رایې ورکوونکو نومونه نشته"

​"د ځینو مرکزونو په لېستونو کې د رایې ورکوونکو نومونه نشته"

Oct 20, 2018 - 14:16

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۷): د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د رايې ورکولو په يو شمېر مرکزونو کې د رايې ورکوونکو په ځينو لېستونو کې د رايې ورکوونکو نومونه نشته او په ځينو لېستونو کې املايي تېروتنې دي.

په پکتيکا کې د پژواک خبريال رحيم خان خوشال د دغه ولايت په مرکز کې د راجستر شوو رايې ورکوونکو ځينې ليستونه ترلاسه کړي چې ښيي د ډېرو کسانو نومونه په کې غلط ليکل شوي دي.

خوشال وايي، ډېری رایې کوونکي په لېست کې د خپلو نومونو د چک پر مهال له رايې ورکولو بې برخې کېږي.

ده زياته کړه: ((کله چې د ټاکنو کمېسيون د رای ورکوونکي تذکره او لېست سره چک کوي، نو د ځينو کسانو نومونه ناسم ليکل شوي وي.))

بلخوا په خوست کې د پژواک خبريال ابراهيم رحيمي بيا وايي چې د رایې ورکولو ځينو مرکزونو لېستونو کې د يو شمېر رايې ورکوونکو نومونه نشته.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالحميد د پژواک ځايي خبريال ته ويلي، د رایې ورکوونکو ځينو لېستونو کې  پر املايي تېروتنو سربېره د راجستر شوو کسانو نومونه هم نه وي.

هغه ويلي: ((ما د لوی باغ رایې ورکولو مرکز کې سټېکر لګولی و، اوس مې لېست کې نوم نشته، نو رايه مې ور نه کړای شوه.))

د کابل د احمدشاه بابا مېنې د "عبدالغفور وردګ لېسې" د رايې ورکولو يوه څارونکي ثمرګل پژواک ته وويل چې د ځينو رایې ورکوونکو نومونه په لېستونو کې نشته.

دى زياتوي: ((يو شمېر رایې ورکوونکي چې په همدې مرکز کې راجستر شوي، اوس يې په لېست کې نومونه نشته، ما ډېر داسې کسان وليدل چې له رايې ورکولو پرته کورونو ته ستانه شول.))

په باميانو کې د پژواک خبريال هادي غفاري بيا وايي، د دغه ولايت د مرکز اړوند د "ښوونې او روزنې" رایې ورکولو مرکز کې تر شپږ سوو د ډېرو کسانو نوم ليکنه شوې وه، خو نږدې سل تنه يې په لېست کې شته دي.

د غفاري په وينا، رایې ورکولو له ځینو نورو مرکزونو هم ورته دغسې راپورونه رسېدلي دي.

د کابل، ننګرهار او هرات په ګډون د څو نورو ولايتونو ځينو اوسېدونکو هم ورته ادعاوې کړې چې ګنې په لېستونو کې يې نومونه نشته دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس عبدالبديع صياد نن ماسپښين (١٢:٤٠) په خبري کنفرانس کې وويل، هغو مرکزونو ته چې د رايې ورکوونکو لېستونه نه دي رسېدلي، ژر به ور ورسېږي.

نوموړي تاييد کړه چې د کابل په ځينو مرکزونو کې د حروفو پر اساس د يو شمېر رایې ورکوونکو لېستونه نه دي رسېدلي، خو د ده په وينا، دا ستونزه به ژر حل کړي.

نوموړي دا يادونه هم وکړه، که ځيني کسان له رايې ورکولو پاتې شي، د کمېسيون د پرېکړې پر اساس سبا (د تلې۲۹مه) به هم ټاکنې ترسره شي.

صياد په لېستونو کې د ممکنه املايي تېروتنو په تړاو څه ونه ويل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement