ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې چاودنې ١١ ملکي وګړي وژلي

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې چاودنې ١١ ملکي وګړي وژلي

author avatar
21 Oct 2018 - 11:56
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې چاودنې ١١ ملکي وګړي وژلي
author avatar
21 Oct 2018 - 11:56

جلال اباد (پژواک، ٢٩ تله ٩٧): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د اچين ولسوالۍ د  مامند درې په تاکنۍ سيمه کې د ملکي وګړو پر يو سراچه موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.

خوږياڼى وايي چې په دې چاودنه کې د يوې مېرمنې او ٦ ماشومانو په ګډون ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.