ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسيون: په بلخ کې ۶۵ سلنه رايې شمېرل شوې دي

د ټاکنو کمېسيون: په بلخ کې ۶۵ سلنه رايې شمېرل شوې دي

author avatar
21 Oct 2018 - 17:34
د ټاکنو کمېسيون: په بلخ کې ۶۵ سلنه رايې شمېرل شوې دي
author avatar
21 Oct 2018 - 17:34

مزار شريف (پژواک، ۲۹تله ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر مسوولين وايي، د يکشنبې ورځې تر ۱۲ بجو پورې د دغه ولايت ۶۵ سلنه رايې شمېرل شوې دي، چې جوتوي ۱۴۵زره کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.

د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري د تلې په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاتې ۳۵ سلنه رايې له شمېرلو وروسته به په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو کره شمېره له خلکو سره شريکه کړي.

هغه زياتوي، د مزار شريف ښار په ګډون د بلخ په ۱۴ ولسواليو کې ټولټال ۴۴۷۰۰۰ کسانو نوم ليکنه کړې وه، چې ۱۹۵۰۰۰ يې مېرمنې وې.

د ده په وينا، په بلخ ولايت کې ۳۱۵ ټاکنيز مرکزونه موجود دي، چې په ۲۸۰ مرکزونو کې يې نوم ليکنه ترسره شوې وه؛ خو زياتوي چې د ټاکنو په ورځ ۲۷ هغه مرکزونه هم تړل شوي وو، چې نوم ليکنه په کې شوې وه.

اکبري زياته کړه: ((د ميزان په ۲۸مه زموږ ۲۷ هغه مراکز بند وو، چې نوم ثبتونه مو په  کې کړې وه، ۵ مرکزونه بلخ ولسوالۍ کې، يو مرکز شولګر ولسوالۍ کې، ۶ مرکزونه چمتال ولسوالۍ کې، ۲ مرکزونه دولت اباد ولسوالۍ کې، ۱۱ مرکزونه چهاربولک ولسوالۍ کې او يو مرکز شورتېپه ولسوالۍ کې تړلي وو.))

د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس وايي، د بلخ په زارع او کشندې ولسواليو کې يو يو مرکز د سيمه ييزو زورواکو د خپلمنځي اختلافاتو له امله په نيمه ورځ کې بند شول.

نوموړی زياتوي، د ټاکنو په دويمه ورځ بايد بلخ کې ۱۳ مرکزونه پرانيستل شوي وای؛ خو په وينا يې چې امنيتي ځواکونو يې دوی ته د امنيت په اړ ډاډ نه وو ورکړی؛ نو ځکه دغه مرکزونه همداسې تړلي پاتې شول.

اکبري وايي، په يو شمېر ټاکنيزو مرکزونو کې نامسووله وسله والو د انتخاباتو پروسې پر وړاندې د مزاحمت جوړولو هڅه کوله، چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې ده.

نوموړی مني چې د ټاکنو په ورځ يو شمېر مرکزونو کې رای پاڼې کمې شوي او له بايومټريک سيستم څخه سمه استفاده نه ده شوې؛ خو زياتوي چې دغو ستونزو ته يې د ورځې په اوږدو کې رسيدګي کړې ده.

د ده په خبره، په بلخ کې د ټاکنو پروسه د ۲۴۵۰۰ کورنيو او ۹ تنو بهرنيو څارونکو له خوا څارل شوې ده.

له دې سره بلخ کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، دوی ته له دغه ولايت څخه سلګونه شکايتونه رسېدلي دي.

په بلخ کې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو څانګې مشر نصير احمد سيرت پژواک ته وويل، چې تر دې مهاله ورته د بلخ له ټاکنيز بهير څخه ۵۰۷ شکايتونه رسېدلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.