ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا په زرمت کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

د پکتیا په زرمت کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
21 Oct 2018 - 11:53
د پکتیا په زرمت کې څلور ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
21 Oct 2018 - 11:53

ګردېز (پژواک، ٢٩ تله ٩٧): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، څلور ملکي وګړي او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزي د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نن سهار راهيسې د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي چې د دې جګړې په ترڅ کې طالبانو د زرمت ولسوالۍ په تعمير بازار د هاوان مرمۍ توغولې دي چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور ملکي وګړي او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

قوماندان د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په ټپيانو کې څلور کومانډو سرتېري او يو پوليس شامل دي.

خو د زرمت ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د هاوان مرميو لګېدو له امله يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي او يو کس بل ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو دې ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې له تېرې ورځې راهيسې طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٤٠٧ بريدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

د يادونې ده، له پرون راهيسې د ولسي جرګې نوماندانو ته د رايې ورکولو پروسه روانه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.