ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټاکنو کې د لاسوهنو، جعل او تزوير په تړاو ٦٠ کسان نيول شوي

په ټاکنو کې د لاسوهنو، جعل او تزوير په تړاو ٦٠ کسان نيول شوي

author avatar
21 Oct 2018 - 15:47
په ټاکنو کې د لاسوهنو، جعل او تزوير په تړاو ٦٠ کسان نيول شوي
author avatar
21 Oct 2018 - 15:47

کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٧) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ټول هېواد کې ٦٠ کسان په ټاکنو کې د لاسوهنو، جعل او تزوير په تورونو نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د تلې په ٢٩مه د حکومت رسنيو په مرکز کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې په دې کسانو کې يې ٤٠ يواځې په کابل کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه کسان په ټاکنيزو چارو کې په لاسوهنو، په دې پروسه کې د جعل او تزوير په تورونو نيول شوي او تر پلټنو لاندې دي.

د دانش په وينا، د ولسمشر له لارښوونې سره سم هېڅ ملکي يا نظامي چارواکي او کارکوونکي نه شي کولى چې د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، هغه امنيتي مسوولين چې په ټاکنيزه پروسه کې يې لاسوهنه کړې وي او په اړه يې اسناد او شواهد وړاندې شي، له قانون سره سم چلند ورسره کېږي.

د هغه په وينا، دغه راز هغه زورواکي چې په ټاکنو کې يې لاسوهنه کړې، پوليس د هغوى په اړه جدي اقدامات کړي او ډېر ژر به یې په اړه د ټاکنو کمېسيون خلکو ته معلومات ورکړي.

نجيب دانش وايي، د رایه ورکونې هغه مرکزونه چې تېره ورځ د تخنیکي دلایلو له امله تړل شوي وو او یا د رایې ورکوونې بهیر په کې ناوخته پیل شوی و، نن یکشنبه د تلې په ۲۹مه نېټه په ټول هېواد کې د رایه ورکوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

هغه خلکو ته خبر ورکړ چې د رایې ورکونې د دغو مرکزونو امنیت خوندي دی او رایه ورکوونکي په پوره ډاډ کولای شي خپلې رایې وکاروي.

نوموړي زیاته کړه، له نن سهار نه تر اوسه پورې د رایه ورکونې په مرکزونو کې د ټول هېواد په کچه داسې څه نه دي پېښ شوي چې د رایې ورکونې د مرکزونو لپاره ګواښ وي او د رایې ورکونې په بهیر کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل د رایه ورکونې هغه مرکزونه چې په کې د تېرې شپې تر ناوخته پورې د رایه ورکونې بهیر روان و، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکو، ناظرینو او مشاهدینو په حضور کې لاک و مهر شول او نن سهار بېرته د هغوی په حضور کې تسلیم او پرانیستل شول.
هغه وویل د رایه ورکونې د هغو مرکزونو د ټاکنیزو موادو لیږد چې په کې د رایه ورکونې او د رایې شمېرنې بهیر بشپړ شوی، د ولسوالیو او ولایتونو مرکزونو ته پیل شوی دی.

دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سيد شاه سقيم د رایه ورکونې په مرکزونو کې د رایه ورکونې د هغه بهیر په اړه چې نن سهار د رایه ورکونکو پر مخ پرانیستل شوي، ډاډ ورکړ او زیاته یی کړه چې والیانو او ولسوالانو هم له نږدې د خلکو د ستونزو او مشکلاتو پوښتنه کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.