خوست ښار (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): چارواکي وايي چې په خوست او لوګر ولايتونو کې د ټاکنو د ورځې په عملياتو کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست امنيتي چارواکي وايي چې پرون د ورځې په اوږدو کې په دغه ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې په درېيو جلا بريدونو کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خوست د امنيې قوماندانۍ امنيتي منسوبين وايي چې دغه بريدونه د موسی خېلو ولسوالۍ په شاه خېلو، د صبري او يعقوبيو ولسوالۍ په خټکې او د باک ولسوالۍ د مېلو په سيمو کې ترسره شوي دي.
د صبريو بريد پرون غرمه، د باک بريد پرون مازديګر او د موسی خېلو بريد تېر ماښام شاوخوا اووه بجې شوی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بلخوا د لوګر امنيه قومانداني وايي چې د روانو ټاکنو د مرکزونو د مخنیوي پر مهال۳۰ وسله والو مخالفینو ته په مرګ ژوبله اوښتې.
د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي پژواک ته وويل چې په دې عملياتو کې ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٩ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا چې له وسله والو مخالفينو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
طالبانو هم د ټاکنو په ورځ په دغه ولايت کې د ګڼ شمېر بريدونو خبر ورکړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن