ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کميسيون: په شرايطو برابر ٤٥ سلنې کسانو رايه اچونه کې برخه اخيستې

د ټاکنو کميسيون: په شرايطو برابر ٤٥ سلنې کسانو رايه اچونه کې برخه اخيستې

author avatar
21 Oct 2018 - 19:14
د ټاکنو کميسيون: په شرايطو برابر ٤٥ سلنې کسانو رايه اچونه کې برخه اخيستې
author avatar
21 Oct 2018 - 19:14

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٧): د ټاکنو کميسيون وايي، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې کابو څلور ميليونو کسانو برخه اخيستې چې ٦٧ سلنه يې نارينه او پاتې نور يې ښځې دي.

د ولسي جرګې ټاکنې پرون (د تلې ٢٨مه) سهار پيل او پاى ته ورسېدې، خو په ځينو مرکزونو کې نن هم ټاکنې ترسره شوې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عبدالبديع صياد، نن ماښام په خبري کنفرانس کې وويل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې تېره ورځ له بادغيس او کندهار او هم د نن ورځې د ٧٦ مرکزونو له رايو پرته شاوخوا څلور ميليونو کسانو رايه ورکړې چې ٦٧ سلنه يې نارينه او ٣٣ سلنه يې ښځې دي.

ده زياته کړه، په ټول هېواد کې پرون او نن په ٤٥٧٦ مرکزونو کې رايه اچونه شوې او په شرايطو برابر ٤٥ سلنې کسانو په دې ټاکنو کې برخه اخيستې ده چې دا د تېرو انتخاباتو په پرتله د لوړې کچې ګډون ښيي.

نوموړي له سياسي ګوندونو او د ټاکنو د څار له بنسټونو وغوښتل چې د رايې شمېرنې له بهير څخه په کابل کې له نږدې دقيق څارنه وکړي، ځکه شمارل يې په کميسيون کې جريان لري.

 دغه راز يې له رسنيو وغوښتل، هغه ځينې رسنۍ چې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو په موخه بحثونه کوي او يا ناسمې کلمې کاروي، ډډه وکړي، ترڅو دغه ملي پروسه چې ټول خلک يې پايلو ته په تمه دي، خپل هدف ته ورسېږي.

صياد دغه راز له ټولو بنسټونو، څارونکو او هېوادوالو وغوښتل چې د کميسيون له خوا د رسمي پايلو له اعلان مخکې د ټاکنو د پايلو په اړه له مخکيني قضاوت څخه ډډه وکړي، ځکه په دې سره د خلکو ذهنونه مغشوش کېږي.

د ټاکنو کميسيون مشر دغه راز وويل، هغه له وخته مخکې پايلې چې په ټولنيزو رسنيو او په ځانګړي ډول فيسبوک کې ترسره کېږي د اعتبار وړ نه دي او يواځې د کميسيون له خوا رسمي اعلان د اعتبار وړى دى.

ده زياته کړه، د ټولو رايو تر راټولونې او کر کره شمېرنې وروسته به ډېر ژر د ټاکنو د پايلو اعلان وشي.

نوموړي دغه راز وويل، هغه سرغړونې او سهل انګارۍ چې د رايې اچونې په بهير کې ترسره شوي، څېړي به يې او عاملانو ته به يې د قانون مطابق جزا ورکړل شي.

د ده په خبره، د درغلۍ هر راپور چې دوى ته ور رسېدلى، کميسيون به يې څېړي او په اړه به لازمه پرېکړه کوي.

دىوايي: "کوم مشکلات چې په دې دوه ورځو کې را پيدا شوي، هغه به څېړي او رسيدګي به ورته کوي او په اړه به يې لازم اجراات ترسره کېږي، اطمينان ورکوو چې د هيچا رايه به نه ضايع کېږي او هغه چاته به سپارل کېږي چې چاته يې رايه ورکړې ده. د پاکو رايو له لارې به هغه نوماندان چې خلکو رايې ورکړې، د افغانستان پارلمان ته لار پيدا کوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.