ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون: ځینو کسانو د ټاکنو په تړاو د خلکو ذهینت خرابولو هڅه کوله

د ټاکنو کمېسیون: ځینو کسانو د ټاکنو په تړاو د خلکو ذهینت خرابولو هڅه کوله

author avatar
21 Oct 2018 - 15:40
د ټاکنو کمېسیون: ځینو کسانو د ټاکنو په تړاو د خلکو ذهینت خرابولو هڅه کوله
author avatar
21 Oct 2018 - 15:40

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ځينو مرکزونو کې ځينې ستونزې مني او د ۸۰ سلنه رايو د شمېرنې خبر ورکوي، خو زياتوي، ځينو کسانو د خپلو شخصي ګټو په خاطر هڅه کوله د ټاکنو په تړاو د خلکو ذهنيتونه خراب کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې پرون (د تلې ٢٨مه) سهار پيل او پاى ته ورسېده، خو په ځينو مرکزونو کې نن هم ټاکنې روانې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد، نن په کمېسيون کې خبريالانو ته وويل، نن ورځ په هغو مرکزونو کې ټاکنې ترسره کېږي چې تېره ورځ تړلي وو او چا په کې رايه نه وه کارولې.

هغه زياته کړه، سره له دې چې کمېسيون د پاکو او رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره پروګرامونه طرحه کړي وو، خو په څو مرکزونو کې لږو ډېرې تخنيکي او مديريتي ستونزې رامنځ ته شوي وې، چې دوى يې په اړه بخښنه غواړي.

خو دی زياتوي: "له هغو کسانو چې د خلکو ذهنيتونه خرابوي او مخکې يې هم د دې ملي پروسې د تخريب لپاره کار کاوه او نه يې غوښتل چې په افغانستان کې ټاکنې ترسره شي، ځکه په ټاکنو کې د دوی شخصي مصلحتونه نه وو او اوس هم د ټلوېزيون په پردو باندې راځي او د هېوادوالو ذهنيتونه مغشوشوي او کمېسيون په ضعف د مديريت باندې متهموي؛ له هغو څخه مو خواهش دا دى چې له دې کاره ډډه وکړي، ځکه کمېسيون د صفر له حالت نه دغه حالت ته راورسېد... دا د کمېسيون پر وړتيا او مديريت دلالت کوي."

د ده په وينا، سره له دې چې امنيتي ګواښونه موجود وو، خو بيا هم ميليونونو هېوادوالو په ټاکنو کې ګډون وکړ.

خو دی وايي: "بعضې کم کارۍ وې چې د کمېسيون مديريت ته نه راجع کېږي، هېوادوالو ته دا بايد واضح شي چې هلته قانوني قيودات موجود وو، نو له هغې وجې موږ ونه توانېدو چې هلته ښه مديريت ولرو، په وخت مرکزونه پرانېزو او يا هغه کسانو استخدام کړو چې پوره ظرفيت لري؛ قانون موږ مکلف کړي وو چې بايد د ښوونځيو ښوونکي استخدام کړو."

هغه زياتوي، د پوهنې وزارت له خوا ښوونکو ته د روزنې لپاره کافي وخت نه وو ورکړی شوى او د بايومټريک سيستم د کارونې په موخه هم سياسي ګوندونو ته ويل شوي وو چې کافي وخت نه لري او د ښوونځيو ډېری ښوونکو په دې اړه کافي معلومات نه درلودل.

د ده په وينا، د ځينو ښوونکو غير حاضري (د سهل انګارۍ او يا هم د ګواښونو له وجې) د ټاکنو ستونزه نه ده او کمېسيون خپلې ټولې هڅې کړې دي.

هغه وايي، د نا امنيو او د زورواکو نوماندانو شتون هغه ستونزې وې چې د ټاکنو د رايې اچولو پروسه يې له خنډ سره مخ کړې وه.

صياد زياتوي: "اما نن چې هغوی (ولسي جرګې ته يو شمېر زورواکي نوماندان) غواړي کمېسيون بدنام کړي او دې ته زمينه برابره کړي؛ باور وکړئ چې په اکثرو مراکزو کې بايومټريک سيستم ښه کار کاوه، اما د دې په خاطر چې د هغوى له خوا کارمند تطميع شوی، دا ډنډورې يې واچولې چې د بايومټريک سيستم کار نه کوي، څو خپل تقلب ته لاره برابره کړي."

د ده په وينا، يو شمېر سياسي ګوندونو او څارونکو بنسټونو د نظارت چارې په ښه ډول نه ترسره کړې او يواځې پر دې يې اکتفا وکړه چې د کمېسيون پر مديريت نيوکې وکړي، خو دوی د درغليو د مخنيوي په برخه کې هېڅ هم نه دي ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.