ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل اوسېدونکي: د مرکزونو د نه خلاصېدو له امله د رایې له حقه بې برخې شو

د کابل اوسېدونکي: د مرکزونو د نه خلاصېدو له امله د رایې له حقه بې برخې شو

author avatar
21 Oct 2018 - 18:10
د کابل اوسېدونکي: د مرکزونو د نه خلاصېدو له امله د رایې له حقه بې برخې شو
author avatar
21 Oct 2018 - 18:10

کابل(پژواک،۲۹ تله ۹۷): د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له رایې ورکولو پاتې شوي دي، ځکه د اړونده مرکزونو مسوولینو تېره ورځ ورته ویلي و چې د تلې په ۲۹ هم رایه ورکولی شي، خو نن د رایې ورکولو مرکزونه تړلي دي.

د ولسي جرګې ټاکنې له کندهار او غزني ولایتونو پرته په ټول هېواد کې پیل شوې او نن هم ځکه دوام لري چې تېره ورځ د بېلا بېلا ستونزو له امله د رایې ورکولو یو شمېر مرکزونه تړلي و.

د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ چې په هغو مرکزونو کې سبا ټاکنې ترسره کېږي چې تېره ورځ تړلي پاتې و.

نن لسګونه رایې ورکوونکي د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د عبدالشکور رشاد لېسې د رایې ورکولو مرکز مخ ته راغلي وو، خو مرکز تړلی و.

د یادو کسانو له ډلې ولید عطايي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تېره ورځ ۵:۳۰ بجې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو راته وویل چې مرکز تړل کېږي او تاسو کولی شئ چې سبا راشئ او رایه ورکړئ، سهار اووه بجې راغلو خو د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو راته وویل چې تېره ورځ رایې شمارل شوې او تاسو نه شی کولی چې نن رایې ورکړئ.))

نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې د یاد مرکز رایې له ناظرینو پرته شمارل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې لسګونه رایې ورکوونکو د شکایت د ثبت لپاره د فورم غوښتنه وکړه، خو د یاد مرکز مسوولینو دوی ته فورم ور نه کړ او خلکو په عادي پاڼه کې خپل شکایت تر لیکلو وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ورکړ.

د بګرامۍ ولسوالۍ قومي مخور محمد جاوېد یوسفزي د نورو کسانو په استازيتوب وویل: ((که تېره ورځ موږ ته د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو نه وای ويلي چې تاسو سبا رایه ورکړئ موږ د شپې تر هره وخته چې ممکنه وای رایه ورکوله، خپله یې د خلکو پر مخ مرکز وتاړه او ویې ویل، سبا رایه ورکړئ اوس بیا وايي چې رایې شمارل شوې، موږ واک نه لرو چې مرکز خلاص کړو.))

نوموړي زیاته کړه چې په دې مرکز کې له ۷۵۰۰ څخه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې خو له دې ډلې یوازې ۱۷۰۰ کسانو رایه ورکړې ده.

هغه هم په دغه مرکز کې پر شرایطو برابرو کسانو ته د رایې ورکولو لپاره د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((که موږ ته فرصت رانه کړل شي اجازه نه ورکوو چې له دغه مرکز څخه د رایې صندقونه انتقال کړي.))

دغه ستونزه د رایې ورکولو په ځینو نورو مرکزونو کې هم موجوده ده.

د کابل ښار د کارته نو د محمد شاه مېنې د سید نور لېسې د رایې ورکولو په مرکز کې رایه ورکونکې لیلما هم وویل چې تېره ورځ د یاد مرکز مسوولینو خلکو ته وویل چې د تلې په ۲۹ مه هم په دغه مرکز کې رایه ورکولی شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.