ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په دره صوف کې د رايې ورکولو پنځه مرکزونو بند کړل

طالبانو په دره صوف کې د رايې ورکولو پنځه مرکزونو بند کړل

author avatar
21 Oct 2018 - 15:02
طالبانو په دره صوف کې د رايې ورکولو پنځه مرکزونو بند کړل
author avatar
21 Oct 2018 - 15:02

ايبک (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): وسله والو طالبانو د سمنګان دره صوف پايين ولسوالۍ کې د پنځو کليو په نيولو سره ، هلته د رايې مرکزونه غير فعال کړي او زرګونه کسان له رايې ورکولو محروم شوي دي.

د ولسي جرګې ټاکنې تېره ورځ (۲۸ تله) پيل شوې او لا هم په ځينو ولايتونو کې د رايې ورکولو مرکزونوکې چې تېره ورځ د بېلابېلو عواملو له امله غير فعال وو، ټاکنې دوام لري.

له سمنګان ولايته ولسي جرګې ته نوماند ملا حفيظ الله پژواک خبری اژانس ته وويل چې تېره ورځ د چوجمن، اورلشمن، قدم علي، بيک محمد قدوق او هوتکتي کليو کې د څلورو مرکزونو له ډلې درې يې نن سهار شاوخوا ۹ بجې فعال شول؛ خو يو مرکز غير فعال دی

نوموړي زياته کړه چې په يادو کليو کې مېشت سيمه ييز او ملي پوليس هغه مهال له کليو ووتل او د رايې ورکولو مرکزونه هم غير فعال شول چې وسله وال طالبان د موټرسايکلونو په واسطه کليو ته دننه شول.

د نوموړي په وينا، په يادو مرکزونو کې ټولټال نږدې اته زرو کسانو نوم ليکنه کړې وه؛ خو ټول يادکسان له رايې ورکولو محروم شول؛ ځکه دا کلي د طالبانو په ولکه کې دي.

د سيمې يو اوسېدونکي د ملاحفيظ الله خبري تاييد کړې او ويې ويل چې طالبانو له جګړې پرته دا کلي نيولي دي.

د سمنګان د امنيې قوماندانۍ وياند منير رحيمي د جزييات له ورکولو پرته تاييد کړه چې پوليس ځواکونو يادې سيمې پرېښې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.