ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ځیني مرکزونه لا هم د رایې ورکوونکو پر مخ نه دي پرانیستل شوي

هلمند کې ځیني مرکزونه لا هم د رایې ورکوونکو پر مخ نه دي پرانیستل شوي

author avatar
21 Oct 2018 - 15:35
هلمند کې ځیني مرکزونه لا هم د رایې ورکوونکو پر مخ نه دي پرانیستل شوي
author avatar
21 Oct 2018 - 15:35

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): د هلمند مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ په يو شمېر مرکزونو کې که څه هم چې د رايې ورکولو اجازه ورکړل شوې، خو د نامعلومو دلايلو له مخې په ځينو کې يې تر اوسه رايه اچونه نه ده پيل شوې.

تېره ورځ لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کې ٣٨ مرکزونه تړلي پاتې وو چې نن په کې د رايې اچونې اجازه ورکړل شوې ده.

د فدا محمد په نوم يوه ناظر د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګرشک ولسوالۍ د ابازانو سيمې ټاکنيز مرکز نن هم نه دی پرانيستل شوی.

هغه وايي: ((مواد يې راوړل شوي، د خلاصېدو اجازه هم ورکړل شوې خو نه پوهېږم چې مامورين يې ولې نه دي راغلي او کار ولې نه شروع کوي.))

دغه راز د لښکرګاه ښار د تورټانک سيمې اوسېدونکي مصطفى پژواک ته وويل چې له سهار راهيسې خلک په کتارونو کې ولاړ دي خو په دې ټاکنيز مرکز کې تر اوسه کار نه دى پيل شوی.

ده وويل: ((حکومت ونه شو کولاى چې ټاکنې سم مديريت کړي، خلک راغلي په تذکرو يې سټېکر وهلي خو رايې اچونې زمينه ورته نه ده برابره شوې.))

دغه راز د يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس هاشم دراني پژواک ته وويل چې تېره ورځ د ځينو ستونزو له مله ٣٨ مرکزونه نه وو پرانيستل شوي.

هغه وايي چې نن هم ځينو مرکزونو ته د راجستر لېست نه دى رسېدلی او ځيني نورې تخنيکي ستونزې هم شته دي، نو ځکه په کې تر اوسه رايه اچونه نه ده پيل شوې.

خو ده وويل: ((موږ کوښښ کوو چې دغه مرکزونه پرانيزو څو خلک خپله رايه وکاروي.))

دغه راز د هلمند والي محمد ياسين پژواک ته وويل چې له امنيتي پلوه په دغه ولايت کې ستونزې نه وې، خو د تخنيکي ستونزو له امله به د ټاکنو په پروسه کې د رايې ورکوونکو شمېر کم وي.

بل لور ته د هلمند د ټاکنو کمېسيون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٠ زره کسانو رايې کارولې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.