ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې ٥٣زره کسانو رايه کارولې ده

په هلمند کې ٥٣زره کسانو رايه کارولې ده

author avatar
21 Oct 2018 - 19:33
په هلمند کې ٥٣زره کسانو رايه کارولې ده
author avatar
21 Oct 2018 - 19:33

لښکرګاه (پژواک ٢٩ تله ٩٧): د هلمند د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د ١٢زرو مېرمنو په ګډون يواځې ٥٣زر کسانو خپله رايه کارولې ده.

دغه مطلب د دې ولايت والي تورن جنرال محمد ياسين، نن په خبري ناسته کې په ډاګه کړ او زياته يې کړه چې ۳۷۹۰۰ رايې په لښکرګاه او پاتې يې په اتو ولسوالیو کې کارول شوې دي.

د هغه په وينا، نن او پرون په لښکرګاه او ځينو ولسواليو کې ۲۴ توغندي رافير شوي چې په ترڅ کې يې څلور ملکي وګړي او دوه نظامي کسان ټپيان شوي دي. دغه راز د ۱۷ بریدونو مخه نیول شوې او ۱۹ د دولت وسله وال مخالفین د هوايي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون ولايتي مشر هاشم دراني وويل، په هلمند کې له ٧٥ مرکزونو څخه يواځې دوه په ګرشک ولسوالۍ کې د امنيتي او تخنيکي ستونزو او د کانديدانو د خپلمنځنيو جنجالونو له امله بند پاتې شول او رايه په کې ونه کارول شوه.

نوموړي په رايه اچونه کې د ګډونوالو د کمښت په اړه وويل: "دلته ٣١٧زره سټيکرونه لګول شوي چې ځينو په دې نوم چې ګنې بې سټيکره عريضه يې نه اخيستل کېږي او په لارو کې يې پوليس تکليفوي او ډېرو کسانو بيا له يوې څخه ډېرې تذکرې سټيکر کړې وې چې د بايومتريک پروسې سره يې ونه شو کړاى چې اضافي رايه وکاروي، نو له همدې امله په دې ولايت کې کمه رايه استعمال شوه."

د هغه په وينا، تر ډېره ټاکنې رڼې وې، خو بيا هم شکايتونه ثبت شوي او تر څېړنو وروسته به يې پايلې اعلان کړي.

د هلمند امنيه قومندان پاسوال عبدالرازق يعقوبي وويل چې په دې بهير کې درې تنه څارونکي د درغلۍ په نوم نيول شوي او تر څېړنو وروسته به جوته شي چې پر دوى شوې ادعا حقيقت لري که نه.

هلمند ١٣ ولسوالۍ لري چې پنځه يې بشپړې سقوط دي او په پاتې ولسواليو کې هم لږو سيمو کې يې د رايې اچولو مرکزونه جوړ شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.