ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو په سم مديريت کې پاتې راغلى”

” کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو په سم مديريت کې پاتې راغلى”

author avatar
21 Oct 2018 - 17:18
” کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو په سم مديريت کې پاتې راغلى”
author avatar
21 Oct 2018 - 17:18

کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٧): ټاکنيزبنسټونه او د څو ولايتونو اوسېدونکي وايي چې د ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو په سم مديريت کې پاتې راغلى دى.

پرون له کندهار او غزني پرته په نورو ٣٢ ولايتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې، که څه هم د خلکو ګڼه ګوڼه او لېوالتيا ډېره وه، خو د کمزسيون د ناسم مديريت له امله دغې پروسې ډېرې ستونزې لرلې، چې له امله يې ټاکنې دويمې ورځې ته وغځېدې.

د هېواد د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکی د ټاکنو پر کمېسيون نيوکه کوي چې خپل مسووليت يې په سمه توګه نه ده ترسره کړى.

د بلخ ولايت د مزار شریف اوسېدونکې مریم چې تېره ورځ یې د ښار په فاطمه بلخي ټاکنیز مرکز کې رایه کارولې، پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون د ورځې په پیل کې یو لړ تخنیکي ستونزې وې چې وروسته حل شوې او د ټاکنو بهیر په عادي ډول ترسره شو.

نوموړې له بایومټـریک سیستم سره د ټاکنو کمېسیون یو شمېر کارکوونکو نه بلدتيا په دغې ملي پروسه کې د یو لړ بې نظمیو لامل بولي.

د هغې په خبره، د تېرو دورو ټاکنو کې به په دغه مرکز کې ډېره درغلي ترسره کېده او تکراري رایې به کارېدلې؛ خو دا ځل د بایومټریک سیستم په وسیله د یادې ستونزې مخه نیول شوې وه.

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی نجیب الله چې نوم ليکنه یې کړې، خو رایه یې نه ده کارولې، وایي چې ترسره شوې ټاکنې نمایشي وې.

هغه پژواک ته وویل چې په ولسوالۍ کې یې باید ۱۳ مرکزونه د ټاکنو ترسره کېدو لپاره پرانیستل شوي وای، خو کمېسیون یواځې دوو مرکزونو ته ټاکنیز مواد وړي و او یواځې همدا دوه مرکزونه پرانیستي وو.

د ده په خبره، د ټاکنو کمېسیون د ناسم مدیریت له امله د ده په څېر سلګونه کسان له رايې ورکولو محروم شول.

د کندوز يو شمېر اوسېدونکي وايي، ټاکنې په دې ولايت کې له ننګونو ډکې وې، په ډېرو سيمو کې تخنيکي ستونزې وې او ټاکنيز مواد هم په وخت نه وو  رسول شوي.

د دې ولايت  يو مدني فعال عنايت الله خليق وايي، د ټاکنو کارکوونکي هم ښه نه وو روزل شوي او ډېرى يې د بايومټرک ماشين پر کارولو هم نه پوهېدل.

د اروزګان اوسېدونکى شريف الله وايي، هغه ډول چې تمه کېده، خلکو په رايه اچونه کې ګډون ونه کړ، ځکه د دغه ولایت په کچه څه باندې ۶۰ زره سټېکرونه وهل شوي وو، خو خلکو لږه رایه وکاروله. هغه د دې کار لامل د کمېسيون ناسم مديريت په ګوته کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.