کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): د بلخ ليجنډ لوبډلې په پايلوبه کې کابل ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو لومړۍ اتلولي خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې د شل اووريزو کرکټ سياليو غوره ليګ په لاره اچول شوی و چې د افغان لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر نړيوالو لوبغاړو هم برخه په کې اخيستې وه.
په دغه ليګ کې د بلخ، ننګرهار، کابل، پکتيا او کندهار لوبـډلو برخه اخيستې وه، دغه لوبډلې او لوبغاړي د هندي شرکتونو له خوا په لوړ امتياز اخيستل شوي وو.
د افغانستان غوره ليګ کرکټ سيالۍ چې نږدې درې اوونۍ مخکې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيل شوې وې، تېره شپه د بلخ په اتلولۍ او بريا پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو پايلوبه د بلخ او کابل ترمنځ ترسره شوه، پچه کابل وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د کابل ځوانانو لوبډلې پيل ښه نه و او خپل دوه پياوړي لوبغاړي رونچي او حضرت الله ځاځی يې له لاسه ورکړل، ورپسې پرنل، انګرام او جاوېد احمدي لږه ښه لوبه وکړه، خو د دوى له سوځېدو سره د کابل لوبـډلې تر فشار لاندې راغله او نور لوبغاړي يې ښه ونه ځلېدل.
د کابل لوبـډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٢ منډې جوړې کړې او بلخ ته يې د ١٣٣ منډو هدف ورکړ. د دوى له لوري جاوېد احمدي ٣٣، پرنل او انګرام ٢١، ٢١ او ايوانس ١٤ منډې جوړې کړې.
د بلخ له لوري قيس احمد په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د کابل پنځه لوبغاړي يې وسوځول.
د بلخ لوبـډلې هم د ياد هدف تعقيب له ستونزو سره پيل کړ او درې لوبغاړي يې ژر له لاسه ورکړل، خو بلخوا کريس ګيل په ميدان کې ولاړ و او شپږيزې يې وهلې.
بلخ ياد هدف په نولسم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او د افغانستان غوره ليګ د لومړي کال اتلولي يې خپله کړه. د دوى له لوري کريس ګيل ٥٦ او بوپارا ٣٢ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د بلخ لوبغاړى قيس احمدي د پايلوبې او د کابل لوبډلمشر راشد خان د دې ټولو سياليو غوره لوبغاړي اعلان شول.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن