د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړه

بلخ د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړه

Oct 22, 2018 - 09:07

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): د بلخ ليجنډ لوبډلې په پايلوبه کې کابل ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو لومړۍ اتلولي خپله کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې د شل اووريزو کرکټ سياليو غوره ليګ په لاره اچول شوی و چې د افغان لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر نړيوالو لوبغاړو هم برخه په کې اخيستې وه.

په دغه ليګ کې د بلخ، ننګرهار، کابل، پکتيا او کندهار لوبـډلو برخه اخيستې وه، دغه لوبډلې او لوبغاړي د هندي شرکتونو له خوا په لوړ امتياز اخيستل شوي وو.

د افغانستان غوره ليګ کرکټ سيالۍ چې نږدې درې اوونۍ مخکې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيل شوې وې، تېره شپه د بلخ په اتلولۍ او بريا پاى ته ورسېدې.

د دې سياليو پايلوبه د بلخ او کابل ترمنځ ترسره شوه، پچه کابل وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د کابل ځوانانو لوبډلې پيل ښه نه و  او خپل دوه پياوړي لوبغاړي رونچي او حضرت الله ځاځی يې له لاسه  ورکړل، ورپسې پرنل، انګرام او جاوېد احمدي لږه ښه لوبه وکړه، خو د دوى له سوځېدو سره د کابل لوبـډلې تر فشار لاندې راغله او نور لوبغاړي يې ښه ونه ځلېدل.

د کابل لوبـډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٢ منډې جوړې کړې او بلخ ته يې د ١٣٣ منډو هدف ورکړ. د دوى له لوري جاوېد احمدي ٣٣، پرنل او انګرام ٢١، ٢١ او ايوانس ١٤ منډې جوړې کړې.

د بلخ له لوري قيس احمد په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د کابل  پنځه لوبغاړي يې وسوځول.

د بلخ لوبـډلې هم د ياد هدف تعقيب له ستونزو سره پيل کړ او درې لوبغاړي يې ژر له لاسه ورکړل، خو بلخوا کريس ګيل په ميدان کې ولاړ و او شپږيزې يې وهلې.

بلخ ياد هدف په نولسم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او د افغانستان غوره ليګ د لومړي کال اتلولي يې خپله کړه.  د دوى له لوري کريس ګيل ٥٦ او بوپارا ٣٢ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د بلخ لوبغاړى قيس احمدي د پايلوبې او د کابل لوبډلمشر راشد خان د دې ټولو سياليو غوره لوبغاړي اعلان شول.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement