کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٧): ناټو اعلان وکړ چې په هرات ولايت کې يې يو پوځي وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ناټو غوڅ ملاتړ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، دغو کسانو ته د افغان امنيتي ځوکونو په بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو سرچينې د دې پېښې کره نېټه او په هرات کې مشخص ځاى نه دى په ډاګه کړى.
له بلې خوا طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې نن ناوخته د هرات ولايت په شينډنډ هوايي ډګر کې د دوى يوه نفوذي کس څو تنه امريکايي عسکر وژلي او ټپيان کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن