ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ولايت مقام پېښه کې يو امريکايي جنرال هم ټپي شوى

د کندهار ولايت مقام پېښه کې يو امريکايي جنرال هم ټپي شوى

author avatar
22 Oct 2018 - 15:21
د کندهار ولايت مقام پېښه کې يو امريکايي جنرال هم ټپي شوى
author avatar
22 Oct 2018 - 15:21

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى چې د کندهار ولايت مقام په پېښه کې د دوى يو جنرال هم ټپي شوى دى.

دغه برید چې د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولایت مقام کې د والي د یوه ساتونکي له خوا وشو، په ترڅ کې یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د کندهار ملي راډیو تلوېزیون کامره مين سلیم انګار ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپيان شول.

له يادې پېښې وروسته په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې درې امريکايي سرتېري هم ټپيان شوي خو هويت يې نه و په ډاګه کړى.

په دغو مراسمو کې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود، خو هغه ترې ژوندى وتلى دى.

اوس د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان خبر ورکړى چې په ټپيانو کې يو امريکايی بريد جنرال جيفري سيميلي هم شامل دى.

سرچينې زياته کړې چې جنرال جيفري په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې په ښه کېدو دى.

دغه جنرال د افغانستان په سوېل کې د ناټو د روزنې ماموريت د قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.

طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.