ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار پېښې عامل په جعلي تذکره او شخصي تضمین ګومارل شوی و

د کندهار پېښې عامل په جعلي تذکره او شخصي تضمین ګومارل شوی و

author avatar
22 Oct 2018 - 17:17
د کندهار پېښې عامل په جعلي تذکره او شخصي تضمین ګومارل شوی و
author avatar
22 Oct 2018 - 17:17

کندهار (پژواک، ۳۰ تله ۹۷): د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس وايي، د کندهار د وروستۍ خونړۍ پېښې بریدګر په جعلي تذکره، ناسم نوم او شخصي تضمین د والي د ساتونکي په توګه ګومارل شوی و.

محمد معصوم ستانکزي د تلې په ٣٠مه، دغه څرګندونې د کندهار ولایت مقام کې د امنیتي ارګانونو د لوړ پوړو مشرانو او ولایتي چارواکو په ملتیا خبري کنفرانس ته وکړې.

ستانکزي وویل، له بده مرغه دا څووم ځل دی چې په کندهار کې ورته خونړۍ پېښې کېږي، د افغانستان دښمنان له هر جعل او تذویره کار اخلي څو اغېزناک او د کار شخصیتونه له منځه یوسي.

ده زیاته کړه، په هغه ورځ له پېښې نیم ساعت وروسته ولسمشر بېړنۍ امنیتي غونډه راوبلله او امنیتي ارګانونو ته یې دنده وسپارله چې د پېښې د هر اړخیزې څېړنې لپاره یو پلاوی کندهار ته ولېږي.

دی وايي، تحقیقاتي ټیم چې په مجهزو تخنیکي وسایلو سمبال وو د پېښې اړوند په څلورو برخو کې خپلې پلټنې او څېړنې پیل کړې.

ده وویل: ((تحقیقاتي ټیم لومړی کار دا وکړ چې د پېښې له ځایه یې عکسونه واخیستل چې کوم ډول وسله کارول شوې او له کومه ځایه برید شوی، دویم د امنیتي کامرو ټوله حافظه یې کتلې چې له پیله تر پایه ټول جریان په کې ثبت دی، درېیم د غونډې له برخه والو چې عیني شاهدان وو، معلومات راټول شوي او څلورم دا چې د پېښې په تړاو ۱۵ تنه مشکوک وګړي نیول شوي چې پلټنې ورڅخه روانې دي.))

هغه د ټولنیزو رسنیو هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د امنیتي کامرو حافظه (هاډ ډسک) بهرنیو ځواکونو ورسره وړی دی.

دی زیاتوي، دغه پېښه له نورو بېخي بېله ده ځکه ټول اړخونه یې معلوم او څرګند دي.

نوموړي وویل، تر دې مهاله له شوې څېړنې ښکاري چې بریدګر په جعلي تذکره، ناسم نوم او شخصي تضمین د والي د ساتونکو په ډله کې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې ګومارل شوی و.

د ده په وینا، چا چې دغه کار کړی، تښتېدلی هغه هم د والي د ساتونکو په ډله کې دنده لرله، خو سوابق یې معلوم دي او تر تعقیب لاندې دی.

ستانکزى زیاتوي، له پېښې ۱۵ دقیقې مخکې د کرښې له هغې غاړې (پاکستان) څخه شاوخوا دوه نیمې دقیقې له بریدګر سره خبرې شوې او هدایت يې اخیستی دی.

د ده په خبره، په دې برخه کې هیڅ ابهام وجود نه لري چې دغه دسیسه په پاکستان کې پلان شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.