د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينه: ملا برادر د پاکستان له زندانه نظامي مېلمستون ته لېږدول شوى

سرچينه: ملا برادر د پاکستان له زندانه نظامي مېلمستون ته لېږدول شوى

Oct 22, 2018 - 16:20

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): په پاکستان کې له زندان څخه د وسله والو طالبانو د لوړ پوړي چارواکي او پخواني مرستيال ملا عبدالغني برادر  د خوشې کېدو په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکړل شوي دي.

ځيني سرچينې وايي چې هغه خوشی شوى او له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوی، خو طالبانو ته ځينې نورې نږدې سرچينې بيا په دې ګومان دي چې هغه د اسلام اباد له کوم زندانه خوشی شوی او د کراچۍ ښار نظامي مېلمستون ته لېږدول شوى دى.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي، په ٢٠١٠ زېږديز کال کې هغه مهال د پاکستان له خوا په کراچۍ ښار کې ونيول شو چې د دې ډلې مرستيال و.

پاکستانيو رسنيو د تلې په ٣٠مه خبر ورکړى چې ملا برادر  د قطر په هلو ځلو او غوښتنې  خوشى شوى دى.

د (دي نيوز) په نوم يوې پاکستانۍ ورځپاڼې ويلي چې د قطر مرستيال لومړى وزير چې د بهرنيو چارو وزير هم دى، څو ورځې مخکې اسلام اباد ته سفر کړى و او درې ورځې يې له ځايي مشرانو سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، دا چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر فعال دى او له قطر سره نږدې اړيکې لري؛ نو ډېر امکان شته، چې ددغه دفتر په غوښتنه قطر دا اقدام کړى وي.

بلخوا په پاکستان کې طالبانو ته نږدې سرچينو پژواک اژانس ته ويلي چې ملا برادر له اسلام اباد څخه خوشی  او په کراچۍ ښار کې د استخباراتو يو مېلمستون ته لېږدول شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې اوس يې د کورنۍ غړي، خپلوان او دوستان په اسانه ورسره کتلى شي.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې ملا برادر خوشی شوى، خو له کورنۍ سره يې استخباراتو پرېکړه کړې چې دا خبره به لس ورځې پټه ساتل کېږي.

د يادونې ده، په ١٣٩٢ لمريز کال کې هم د ملا برادر د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شوي وو چې د افغان حکومت او سولې شورا له خوا هم تاييد شوي وو، خو وروسته معلومه شوه چې خوشی شوى نه دى.

د افغانستان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې بار بار له پاکستانه د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنې کړې، خو هغوى يې دا غوښتنه نه ده منلې.

ملا عبدالغني برادر د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د پوپلزيو په قوم پورې تړاو لري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement