ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صیاد: تقلبي رایې لغوه او له درغلي کوونکو سره به قانوني چلند وشي

صیاد: تقلبي رایې لغوه او له درغلي کوونکو سره به قانوني چلند وشي

author avatar
22 Oct 2018 - 20:17
صیاد: تقلبي رایې لغوه او له درغلي کوونکو سره به قانوني چلند وشي
author avatar
22 Oct 2018 - 20:17

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په ټاکنو کې ترسره شوې درغلۍ په جدي توګه څېړل کېږي او هغه رایې چې تقلبي وي، لغوه او له سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه او ٢٩مه ترسره شوې.

ټاکل شوې وه چې ټول رایه ورکوونکي په بایومتریک سیستم کې ثبت شي، خو داسې راپورونه شته چې په ځینو مرکزونو کې بایومتریک ماشینونو تخنیکي ستونزې درلودې او ټاکنې له بایومتریک سیستم څخه پرته ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل چې د تلې د ۲۸مې په ټاکنو کې د رایې ورکولو په شاوخوا ۴۹۰۰ مرکزونو کې نږدې څلور ميلیون رایې اچول شوې دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د ټولو ۴۹۰۰ مرکزونو له ډلې د ۴۸۰۰ مرکزونو توکي کابل ته انتقال شوي دي او دغه بهیر روان دی او د یاد بهیر له پای ته رسېدو وروسته به د ټاکنو پایلې اعلان شي.

د هغه په خبره، په ټاکنو کې د درغلیو او غفلت د څېړلو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده.

نوموړي وویل، که د یادې کمېټې په څېړنو کې وموندل شي چې چا سرغړونه کړې، چا غفلت کړی، ایا کوم چا په قصدي ډول داسې کار کړی چې بایومتریک ماشین غیرفعال پاتې شي، له دوی سره به جدي او قانوني چلند وشي.

یو شمېر سیاسي ګوندونو په کابل کې بيا خبري ناسته کې وویل، ټاکنې د کمېسیون له خوا له پراخې او طرحه شوې درغلۍ سره ترسره شوې او د هغو رایه ورکوونکو رایې چې په بایو متریک سیستم کې شاملې نه دي، لغوه اعلان شي.

صیاد د سیاسي ګوندو د هغې غوښتنې په اړه چې هغه رایې چې له بایومتریک سیسټم څخه پرته کارول شوې، باید لغوه شي وویل: ((موږ هڅه کوو له دوی سره غونډه ولرو، خو د ټاکنو کمېسیون په خپلو پرېکړو کې خپلواک دی، د ټاکنو د قانون، خپلو کړنلارو او هېواد د ملي  ګټو، د خلکو د عمومي ګټو او ترسره شوو زحمتونو ته په کتو خپلواک تصمیم نیسو.))

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۹۲ سلنه رایې د بایو متریک سیستم له لارې او پاتې نورې پرته له بایومتریک څخه اچول شوې دي.

صیاد په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په ټاکنو کې درغلي د کمېسیون له خوا طرحه شوې وه، وویل: ((هر څوک چې دا ادعا لري، باید ثابته یې کړي.))

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې حکومتي چارواکو مالي ملاتړ کړی دی، وویل، که هر څوک دا ادعا لري او ځانګړي اسناد ولري، له کمېسیون سره یې دې شریک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.