د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې تر اوسه ۱۲۵ ټاکنیزې سرغړونې ثبت شوې دي

په جوزجان کې تر اوسه ۱۲۵ ټاکنیزې سرغړونې ثبت شوې دي

Oct 22, 2018 - 16:17

شبرغان (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): په جوزجان ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ناظرینو او نوماندانو د ټاکنیزو سرغړونو لږ تر لږه ۱۲۵ پېښې ثبت کړې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون مسوولې فرزانې کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شکایتونه د ناظرینو، لیدونکو او نوماندانو له خوا د شکایتونو فورمو ته رسول شوي او د شکایتونو د ثبت بهیر نن هم دوام لري.

هغې زیاته کړه چې د ناظرینو او نوماندانو له خوا د ټاکنیزو سرغړونو او درغلیو د درج موضوع له رایې ورکونې وروسته تر ۴۸ ساعتونو دوام لري او اوس هم یو شمېر کسان د شکایتونو په ثبت بوخت دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په اړه د ناظرانو زیاتره شکایتونه د تخنیکي ستونزو، د رایې ورکونې په مرکزونو کې د رایو ورکوونکو د نوم نه شتون او د نوماندانو تر منځ د خپل منځي ستونزو په اړه دي چې دوی د شکایتونو په فورم کې ثبت کړې دي.

نوموړې روښانه کړه: ((اوس هم د شکایتونو په راټولولو بوخت یو چې وروسته به د کاري اصولو په پام کې نیولو سره ورته رسېدنه کوو.))

نوموړې دې موضوع ته په اشاره چې ګواکي په اقچې ولسوالۍ کې به نن هم د رایې ورکونې دوه مرکزونه خلاص وي دغه کار د قانون تر پښو لاندې کول وبلل او ویې ویل، که دا کار ترسره شي د ټاکنو کمېسیون د چارو له امر څخه سرغړونه ده.

په ورته وخت کې یو شمېر نوماندان ادعا کوي چې ځینې کسان هڅه کوي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په اقچه ولسوالۍ کې دوه مرکزونه خلاص کړي او د ځان په ګټه ترې استفاده وکړي.

خو په جوزجان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر رییس حمیدالله بلوچ پژواک خبري اژانس ته وویل: ((په جوزجان ولایت کې د رایې ورکونې بهیر په عملي ډول پای ته رسېدلی دی او له دې وروسته به د رایې ورکونې هېڅ مرکز د خلکو پر مخ خلاص نه شي.))

د بلوڅ د معلوماتو له مخې، د جوزجان ولایت له پنځو مرکزونو د رایې صندقونه د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر ته انتقال شوي او یوازې په یوه یا دوو ولسوالیو کې صندقونه پاتې دي چې وروسته به د الوتکې له لارې ولېږدول شي.

سربېره پر دې هغه روښانه کړه، ورستي مرکزونه چې تېره ورځ د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستل شول دوه په اقچه ولسوالۍ او یو په فیض اباد ولسوالۍ کې و چې له پرانیستل کېدو یو ساعت وروسته د امنیتي ګواښونو له امله وتړل شول.

بلوچ زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون په رسمي ‌ډول د ټاکنو د بهیر د پای ته رسېدو اعلان کړی او اوس په جوزجان ولایت کې د رایې ورکونې د مرکزونو د پرانیستل کېدو په اړه هېڅ پروګرام وجود نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په جوزجان ولایت کې د رایې ورکونې ۱۲۹ مرکزونه ځانکړي شوي و چې د ډېرو امنیتي ګواښونو له امله یوازې په ۵۳ مرکزونو کې ټاکنې ترسره شوې او له ټولو ۹۷ زره کسانو څخه یوازې ۷۰ سلنه کسانو په دې بهیر کې ګډون وکړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement