ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ۱۲.۵ سلنه رايه کارول شوې

په خوست کې ۱۲.۵ سلنه رايه کارول شوې

author avatar
22 Oct 2018 - 12:14
په خوست کې ۱۲.۵ سلنه رايه کارول شوې
author avatar
22 Oct 2018 - 12:14

خوست ښار (پژواک، ۳۰ تله ۹۷): خوست کې د ولسې جرګې په ټاکنو کې ۱۲.۵ سلنه رايه کارول شوې، په داسې حال چې د دې ټاکنو لپاره تر ۲ سوه زره ډېرو کسانو نوم ليکنه کړې وه.

ټاکل شوې وه چې دغه ځل به د خوست خلک د ۱۳۹۷ لمريز کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې په پوره جوش او جذبې سره ګډون وکړي، خو د تمې خلاف ډېر کم خلک د رايې اچونې مرکزونو ته ولاړل او خپلې رايې يې استعمال کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر د معلوماتو له مخې چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون په موخه ۲۳۷زره کسانو نوم ليکنه کړې وه او خپلې تذکرې يې سټېکر شوې وې.

خو د ټاکنو په ورځ (د تلې ۲۸مه) چې له غزني او کندهار پرته په ټول هېواد کې ترسره شوې، په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د نوماندانو په ګټه شاوخوا ۳۰زره رايې کارول شوې چې د سټېکر شوو تذکرو ۱۲.۵ سلنه جوړوي.

د ولسي جرګې يوه نوماند احمدشاه پاچا خوستي پژواک خبري اژانس سره خبرو کې که څه هم د ټاکنو په روڼوالي شک نه لري، خو زياتوي چې د ټاکنيزو مرکزونو د ثبت په کتاب کې د نومونو نه شتون هغه لويه ستونزه وه چې له امله يې ډېر خلک له رايې ورکولو پاتې شول.

دی وايي: ((ستونزه د کمېسيون په غلط مديريت کې وه، هغه لېستونه چې دوی جوړ کړي وو، په هغه کې د ۷۰ سلنه خلکو نومونه نه وو موجود. زه له خپلو لسو ملګرو سره يوې ټاکنيزې حوزې ته لاړم ما او يو بل ملګري رايه واچوله او نورو اتو ملګرو نومونه په لېست کې نه وو.))

د محمدعارف ګربز په نوم د ولسي جرګې يوه بل نوماند پژواک اژانس ته بيا وويل چې په ځينو ټاکنيزو مرکزونو کې د بايومټريک ماشينونو خرابوالۍ او يا د هغه له استعمال سره نه بلدتيا هغه بله ستونزه وه چې ډېر خلک له رايې ورکولو پاتې شول.

هغه زياتوي: ((د ټاکنو دغه سيستم ډېر غير منظم و او زه فکر کوم چې کوم مامورين چې په دې پروسه کې په دنده ګومارل شوي وو، هغوی ټول غير مسلکي وو او قصداً يې دا پروسه له خنډ سره مخ کوله.))

په همدې حال کې د خوست يو شمېر اوسېدونکي بيا د ټاکنو پر ولايتي کمېسيون نيوکه کوي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه يې ډېر کمزوري وو او خلکو ته يې دا نه دي ويلي چې په کوم ټاکنيز مرکز کې تذکره سټېکر شي، په هغه کې بايد رايه هم واچول شي.

د خوست دوو اوسېدونکو خيرمحمد خيرخوا او افضل الرحمن پژواک اژانس ته وويل: ((خوست کې د ټاکنو پر وړاندې لويې ستونزه چې موجوده وه هغه د عامه پوهاوي نه ترسره کېدل و. خلکو ته دا نه وو ويل شوي چې کوم ټاکنيز مرکز کې تذکره ثبت شي په هغه کې دې رايه هم واچول شي، نو ډېر خلک له رايې اچولو پاتې شول.))

بلخوا د خوست د ټاکنو ولايتي کمېسيون مشر شاه جهان سرداري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو په ورځ د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې هېڅ کوم ټاکنيز مرکز نه و تړلی او ټول ۱۸۶ مرکزونه پرانيستي وو.

هغه وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ښايي په دې ټولو مرکزونو کې شاوخوا ۳۰زره رايه کارول شوې وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.