اسعد اباد (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): چارواکي او د سېلاب قول اردو وايي چې په کونړ او نورستان ولايتونو کې د عملياتو او نښتو پر مهال سرحدي پوليسو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خېل د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د پوله ساتونکو پولیسو پر پوستو ډله ييز بریدونه کړي وو.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو او نښتو کې تر لسو زيات وسله والو طالبان او دوه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان دي.
حسين خېل وايي چې ټولې پوستې د ځواکونو په کنټرول کې دي.
بلخوا په ختيځ کې د سېلاب قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د کونړ ولايت په اسمار ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بې پيلوټه هوايي بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز د چپې درې په مربوطاتو کې د نښتو پر مهال څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې يې څلور پوستې نيولې او ګڼ شمېر پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه د کونړ د هوايي بريد په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن