ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي:  پکتيا کې د ځينو ستونزو له امله د رايې ورکوونکو شمېر کم و

چارواکي: پکتيا کې د ځينو ستونزو له امله د رايې ورکوونکو شمېر کم و

author avatar
22 Oct 2018 - 17:57
چارواکي:  پکتيا کې د ځينو ستونزو له امله د رايې ورکوونکو شمېر کم و
author avatar
22 Oct 2018 - 17:57

ګردېز(پژواک،٣٠تله٩٧): د پکتيا چارواکو د ولسي جرګې ټاکنې بريالي وبللې، خو ويې ويل چې د ځينو ستونزو له امله د رايې ورکوونکو شمېر کم و.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ وويل، وسله والو مخالفينو هڅه وکړه چې د ټاکنو تر سره کېدو مخه ونيسي، خو په خبره يې بريالي نه شول.

لونګ وويل چې له غزني پرته د دې زون په شپږ ولايتونو پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، ميدان وردګ او باميان کې ټاکنې تر ډېره ښې تر سره شوې او د يادو ولايتونو د رايې ورکولو له ۸۹۹ مرکزونو څخه يواځې ۶۳ يې بند پاتې شول.

نوموړی زياتوي چې د ټاکنو په ورځو کې يې د ګډو امنيتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي   عملياتو کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۷ ټپيان دي او ځينې نقليه وسايط او وسلې يې له منځه وړل شوي دي.

جنرال لونګ وايي: ((بدون له غزني د نورو لايتونو په ۸۳۶ سايټونو او ۶۳ ولسواليو کې خلکو په نورمال ډول په ټاکنو کې برخه واخيسته. په ټولو ولايتونو کې دښمن غوښتل عکس العملونه وښيي او دا پروسه له خنډ سره مخ کړي، مګر زموږ د ښه پلان په درلودو چې له مخکې مو جوړ کړی و، د دښمن ټولې هڅې شنډ شوې.))

دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې خلکو په خپل پراخ ګډون ټاکنو ته مشروعيت ورکړ او د وسله والو مخالفينو هغه ادعا يې ناسمه ثابته کړه چې ګواکې ټاکنې به ونه شي او يا به خلک په کې ګډون ونه کړي.

کټوازی وايي، هغه دولتي کارکوونکي به له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژني چې په ټاکنو کې يې د کوم نوماند په ګټه يا زيان کار کړی وي.

نوموړي د ټاکنو په پروسه کې ځينې ستونزې يادې کړې، چې په خبره يې ياده پروسه يې له يو څه ځنډ او خنډ سره مخ او د رايې ورکولو اندازه يې کمه کړه.

دی وايي: ((موږ ځينې ستونزې لرلې، په ځينو برخو کې چې هغه د کمېسيون مربوط کېدلې او د انتخاباتو په پروسه يې تر يوه بريده بد تاثير وکړ يا تعداد د رايې ورکوونکو کم شو. هغه د انتخاباتو کمېسيون په ووټر لېسټونو کې ستونزه وه چې د خلکو نومونه، نه و په کې، په بايومټريک سيسټم کې ستونزه وه او د دوی کارمندانو ته ډېر لږ ټرېننګ ورکړل شوی، چې کافي نه و، همدغه ستونزې وې چې په دې زون کې يې د رايو تعداد راکم کړ.))

همدارنګه د پکتيا د ټاکنو کمېسيون مشر خواجه امين الله فضلي د ټاکنو په پروسه کې يادې ستونزې مني او وايي چې له دې سربېره د زورواکو او نامسوله وسله والو، چې د دوی له کنټروله وتلي و، هم ياده ملي پروسه له خنډونو سره مخ کړې وه.

فضلي پژواک ته وويل چې ځينو زورواکو په ځاځي اريوب، ميرزکه او لجه منګل ولسواليو کې د کمېسيون کارکوونکي وهلي، ځينو مرکزونو ته نه دي پرېښودل شوي او ځينې صندوقونه د دوی له اجازې پرته وړل شوي او ډک شوي دي.

نوموړي وويل: ((زموږ د پروسيجر مطابق د کارول شويو رايو په ارقامو کې ولايتي دفتر هېڅ لاسرسی نه لري، فلهذا دا معلومات موږ سره نشته. بايد ووايم چې په ځينو ولسواليو کې د زورواکو او ټوپکوالو حاکميت دا پروسه له ستونزو سره مخ کړې وه. امنيتي ارګانونو مرسته کوله، خو ښايي په ځينو ځايونو کې د هغوی زور هم نه وي رسېدلی، دا مسايل به کمېسيون سمع شکايات وڅېړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.