کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ، ٩٧) : د افغانستان په ګډون د ٥٩ اسلامي هېوادونو د ځوانانو درې ورځنى کنفرانس چې ١٥٠ ځوانان په کې برخه لري، نن په ترکيه کې پيل شو.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر کمال سادات چې په دغه کنفرانس کې يې ګډون کړى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه درې ورځنى کنفرانس نن رسما پيل شو .
ده وويل چې ددغه کنفرانس د مشرۍ لپاره نن ټاکنې کېږي او د کنفرانس مشرۍ ته يو کس له اردون او بل له ترکيې څخه نوماند دي.
هغه زياته کړه چې په دغه کنفرانس کې د هر هېواد ځوانان خپلې ستونزې ، تجربې او لاسته راوړنې له نورو سره شريکوي او ستونزو ته به په ګډه د حل لارې پيدا کوي.
سادات وايي چې ده هم غونډې ته وينا وکړه او ګډونوالو ته يې د افغانستان د ځوانانو د زده کړې کچې د زياتوالي،کاري تجربو او په حکومتدارۍ کې د ځوانانو د ونډې په اړه معلومات ورکړل .
هغه په دغه غونډه کې دا هم ويلي چې په افغانستان کې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته زيات شمېر باسواده ځوانانو ځانونه نوماند کړي او د بريا هيله يې هم شته .
ده دا هم ويلي چې د دوکتورا او ماسټرۍ لرونکي افغان ځوانان کولى شي چې په نورو هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې کار وکړي .
سادات د وينا، په پاى کې د افغان ځوانانو يو شمېر ستونزې هم د کنفرانس له ګډون کوونکو سره شريکې کړې .
د يادونې ده چې تېرکال د دغه کنفرانس مشري د ازربايجان هېواد يو ځوان کوله .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن