ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار او لغمان خلک د برېښنا ستونزې د اساسي هواري غوښتنه کوي

د ننګرهار او لغمان خلک د برېښنا ستونزې د اساسي هواري غوښتنه کوي

author avatar
23 Oct 2018 - 16:28
د ننګرهار او لغمان خلک د برېښنا ستونزې د اساسي هواري غوښتنه کوي
author avatar
23 Oct 2018 - 16:28

جلال اباد (پژواک، لړم لومړۍ نېټه ۹۷): د ننګرهار او لغمان اوسېدونکي وايي چې د کابل له نغلو برېښنا بند څخه دې دغو ولايتونو ته د راغلو برېښنا لينونو د نه پرېکېدو دايمې حل لارې ولټول شي.

شاوخوا اوولس ورځې کېږي چې د دې برېښنا لينونه د لغمان د بادپښ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځايي وسله والو قطع کړي او له امله يې د جلال اباد او مهترلام په زرګونه خلکو برېښنا قطع شوې ده.

تېره اوونۍ وروسته له هغه چې د ختيځې سيمې د برېښنا رياست فني کارګر د قومي مشرانو په منځګړتوب سيمې ته د لينونو د بېرته نښلولو په موخه ولاړل وسله والو هغوی هم له ځان سره يووړل، چې تر اوسه بې برخليکه دي.

خلک وايي، ځايي وسله وال له لومړي سره پر پيسو اموخته شوي او اوس چې هر کله بې خرڅه کېږي؛ نو د برېښنا لينونه قطع کوي.

د ننګرهار د مدني ټولنو يو غړی انجنير راحت ګل سوکال وايي چې د ننګرهار او لغمان ولايتونو چارواکو او د برېښنا رياست مسوولينو له لومړي سره په دې موضوع کې ناغېړي کړې او خلک يې په پيسو عادت کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، هر کله چې ځايي وسله وال بې خرڅه شوي، لينونه يې قطع کړي او د پيسو غوښتنه يې کړې ده.

د ننګرهار ولايتي شورا غړی ډاکټر ناصر کامه وال که څه هم د پيسو په تړاو کره معلومات نه لري؛ خو وايي، ښايي ځايي وسله والو د همداسې يوې غوښتنې لپاره دا ځل برېښنا قطع کړې وي.

هغه وايي، پخوا ځايي خلکو ځکه لينونه قطع کړي وو چې خپلې سيمې ته يې د برېښنا د لېږد غوښتنه کوله چې اوس دغه چاره پيل شوې.

نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت دې دغه ځل له نظامي چلنده کار واخلي او هم دې پر يادو خلکو اقتصادي بنديزونه ولګوي.

د لغمان ولايتي شورا غړی محمد ظاهر حسين خېل هم ورته څرګندونې لري او پر ځايي وسله والو غږ کوي چې ټوله ستونزه يې ولس ته جوړه کړې او بايد د ولس په خاطر د برېښنا لينونو جوړېدو ته اجازه ورکړي.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د برېښنا لينونو د بېرته تړل کېدو په اړه ورسره ژمنې شوې او په راتلونکو څو ساعتونو کې به برېښنا لينونه بېرته وتړل شي.

دی وايي، تر اوسه ترې نه د پيسو غوښتنه شوې او نه هم په دې اړه باج ورکولو ته چمتو دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.