ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو غزني کې ١٢٥ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي برمته کړي”

“طالبانو غزني کې ١٢٥ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي برمته کړي”

author avatar
23 Oct 2018 - 16:06
“طالبانو غزني کې ١٢٥ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي برمته کړي”
author avatar
23 Oct 2018 - 16:06

غزني ښار(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه٩٧): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او د پوهنې مديريت ١٢٥ کارکوونکي برمته کړي دي.

د غزني د ولايتي شورا پخواني غړي نادرخان ګيرووال د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او کارکوونکي ټول برمته کړي دي.

هغه وايي: (( طالبانو په کراتو استادانو ته ويلي و چې د بانک له لارې معاش وانخلي، د معتمد له لارې يې واخلي ترڅو طالبان هم خپله برخه په کې واخلي، خو دوى دا کار ونه کړ نو ځکه يې ټول استادان او کارکوونکي له تېرو دوه ورځو راهيسې برمته کړي دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو د دې ولسوالۍ د ښوونکو په ګډون ١٢٥ تنه کارکوونکي برمته کړي او په بېلابېلو ځايونو کې يې ساتي.

همدارنګه د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني هم وايي چې له تېرو دوه ورځو راهيسې د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي يې له طالبانو سره دي.

ده وويل چې د خلاصون لپاره يې هلې ځلې پيل شوې دي.

دغه راز ددې ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل: (( ټول استادان طالبانو وړي دي، دا دوه ورځې کېږي چې د شاګردانو پر مخ مکتبونه تړل شوي دي.))

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا پژواک ته وويل چې طالبانو، ښوونکي بېرته را پرېيښي دي.

ده وويل: (( ١٦٠ تنه استادان او کارکوونکي يې وړي وو، ورته يې ويلي چې نور به د بانک له لارې معاش نه اخلي او بايد د پخوا په څېر متعمد ورته معاش راوړي، نو همدا ده چې بېرته يې را خوشي کړي دي.))

نوري وايي چې طالبان په دغه کار سره غواړي د ښوونکو په منځ کې د ځان لپاره خيالي استادان   ځاى پرځاى کړي.

بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې اړه پلټنې کوي وروسته به رسنيو ته ځواب ورکړي.

د يادونې ده چې په ټول غزني کې نږدې شپږ سوه ښوونځي دي چې څه باندې پنځه سوه زره زده کوونکو ته په کې د شاوخوا اته زره استادانو له لوري تدريس کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.