کندهار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٧): ولسمشر اشرف غني نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته رسېدلى دى.
د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي د لړم په لومړۍ نېته، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر نن تر غرمې مخکې کندهار ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې ولسمشر به لومړی په خرقه مطهره کې د جنرال رازق مزار ته د دعا لپاره لاړ شي او وروسته به په منډيګک ماڼۍ کې د قومي مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
جنرال رازق څو ورځې مخکې په ولايت مقام کې د والي د يوه ساتونکي له خوا چې ويل کېږي، د طالبانو نفوذي تن و، د ملي امنيت له رييس سره ووژل شو.
د ولسمشر د راتګ لپاره په کندهار ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او ډېرى لارې تړل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن