کندهار (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٧) : ولسمشر اشرف غني کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال رازق مور او کورنۍ ته فاتحه وکړه.
جنرال رازق د تلې په ٢٦مه، په ولايت مقام کې د والي د يوه ساتونکي له خوا په بريد کې د ملي امنيت له رييس جنرال مومن سره يوځاى وژل شوى و.
ولسمشر اشرف غني نن تر غرمې مخکې له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د جنرال رازق د فاتحې او دعا لپاره کندهار ولايت ته سفر وکړ.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کندهار ته له رسېدو وروسته نېغ په نېغه په خرقه مبارکه کې د ستر پاسوال جنرال عبدالرازق مزار ته ورغى او دعا يې وکړه.
دغه راز ولسمشر د خرقې مبارکې په جومات کې د فاتحې په مراسمو کې هم ګډون وکړ.
سرچينه وايي، چې وروسته ولسمشر د ستر پاسوال عبدالرازق له مور بي بي او د کورنۍ نورو غړو سره وليدل او د هغه د مور لاسونه يې ښکل کړل.
ولسمشر د هغه له مور څخه له دې امله مننه وکړه چې د ستر جنرال عبدالرازق په څېر صادق، زړور او وطنپاله زوی يې روزلی و.
اشرف غني هغه ته ددعا ترڅنګ د نوموړي درنې کورنۍ سره د خواخوږۍ او غمشريکۍ پرمهال يې هغوی ته د صبر او زغم دعا وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن