ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوشي ولسوالۍ کې د بياځلي ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه وشوه

په دوشي ولسوالۍ کې د بياځلي ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه وشوه

author avatar
23 Oct 2018 - 16:51
په دوشي ولسوالۍ کې د بياځلي ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه وشوه
author avatar
23 Oct 2018 - 16:51

پلخمري (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه٩٧): د بغلان د دوشي ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو له حکومت  څخه غوښتنه وکړه چې په دغې ولسوالۍ کې دې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره بيا ځلي زمينه برابره کړي.

د بغلان د دوشي ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي د ټاکنو پر کمېسيون د نیوکې لپاره نن د ولایت مقام ته ورغلي وو.

د اعتراض کوونکو له ډلې څخه ارباب عبدالوهاب شینواري وویل چې د دوشي ولسوالۍ ۱۳ زره اوسېدونکو د رايې ورکولو لپاره نوم ليکنه کړې وه خو د امنيتي ستونزو له امله ډېرو يې رايه نه ده ورکړې.

هغه وايي: (( رایه زموږ حق ده، مسوولین چې په هر ډول وي موږ ته دې رايې ورکولو بيا زمينه برابره کړي.))

بل اعتراض کوونکي حاجي عبدالغیور صافي بیا پر افغان ځواکونو نیوکه وکړه چې د ټاکنو پر ورځ یې د رايې ورکوونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره اړينې هلې ځلې ونه کړې.

نوموړي وویل: (( د دوشي ولسوالۍ کیله ګي سیمه کې هومره د جګړې وېره نه وه تر کومه چې افغان ځواکونو ډزې کولې، ځکه وسله وال نه و او دوى ډزې کولې.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ګواښ يې وکړ چې که   غوښتنه يې ونه منل شي نو د کابل-بغلان لويه لار به وتړي.

همدارنګه د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم وويل چې په دې ولايت کې ګڼ شمېر کسان له رايې ورکولو پاتې دي.

هغه وايي: (( که قانون اجازه ورکړي نو د ټاکنو کمېسيون دې د رايې ورکولو بيا زمينه برابره کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.