کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٧): امريکا او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان د ولسي جرګې د ترسره شوو ټاکنو ستاينه کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو چې په واشنګټن کې يې له خبريالانو سره خبرې کولې، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګڼ شمېر افغانانو د ګډون ستاينه کړې ده.
دغه راز نوموړي د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې په ښه توګه يې د يادو ټاکنو امنيت ټينګ کړى و.
خو پومپيو په دې ټاکنو کې د ځينو تخنيکي ستونزو ته په اشارې سره ويلي چې له دې ستونزو سره سره امريکا د افغانستان د ټاکنو له کمېسيون سره مرستو او همکاريو ته ژمنه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ډاډ ورکړى چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال به هم له ياد کمېسيون سره مرسته وکړي.
بلخوا په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې د افغانانو د پراخ ګډون ستاينه کړې دې.
د دې شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغو وسله والو چې د ټاکنو پر بهير او ملکي وګړو بريدونه کړي، بايد محکمې ته راکش کړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن