ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ معلولین: حکومت راته هېڅ اسانتیا نه ده برابره کړې

د بلخ معلولین: حکومت راته هېڅ اسانتیا نه ده برابره کړې

author avatar
24 Oct 2018 - 14:50
د بلخ معلولین: حکومت راته هېڅ اسانتیا نه ده برابره کړې
author avatar
24 Oct 2018 - 14:50

مزارشريف (پژواک، ۲ لړم ۹۷): د بلخ ولايت يو شمېر معلولين او د سترګو له نعمته بې برخې کسان له حکومته د زده کړو، ښوونې او روزنې اسانتياوو برابرېدو غوښتنه کوي.

دغه معلولين چې د لړم په ۲مه په مزارشريف ښار کې د نابينايانو د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې راټول شوي وو، زده کړو ته نه لاسرسی يې خپله بنسټيزه ستونزه وبلله.

د سترګو له نعمته بې برخې کسان له حکومته هم ګيله لري چې له دوی سره کړې ژمنې يې نه دي عملي کړې.

خو د بلخ د شهيدانو، معلولينو، د کار او ټولنيزو چارو رياست بيا وايي چې له معلولينو سره د نورو مرستندويو ټولنو په همغږۍ د هغوی د ظرفيت جوړونې او د ښوونې او روزنې په برخه کې يې هڅې روانې کړې دي.

یوه نا بینا نعمت الله ميرزايي پژواک ته وويل چې اساسي ستونزه يې زده کړو ته د نابينايانو نه لاسرسی دی.

هغه زياتوي چې د حکومت په ګډون ډېرو خيريه بنسټونو ورسره د مرستې ژمنې کړې، خو د عملي کېدو په برخه کې يې پام وړ اقدام نه دی شوی.

نوموړی له حکومته هم ګيله لري چې له دوی سره يې په بېلابېلو برخو کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړې.

 ميرزايي زياته کړه چې د دوی د شمېرو له مخې، دا مهال په بلخ کې تر ۵۰۰۰ زيات نابينايان موجود دي چې په وينا يې له دې برخې يواځې ۵۰۰ تنه زده کړو ته لاسرسی لري.

نوموړي د حکومت تر څنګ له مرستندويه ټولنو وغوښتل څو دوی ته چاپي اثار په برېل خط وليکي.

کريمه فيضي چې د شپږم ټولګي زده کوونکې او د سترګو له نعمته بې برخې ده، پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل چې د دوی بله ستونزه د درسي کتابونو نه شتون دی.

نوموړې له حکومته د زده کړو برابرولو تر څنګ دوی ته د کتابونو برابرولو غوښتنه کوي.

د هغې په خبره، د قانون له مخې معلولينو ته د زده کړو او کاري فرصتونو برابرول د حکومت دنده ده چې په وينا يې تر دې مهاله ډېری معلولين له دغه حق څخه بې برخې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.