ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې د اړيکو  څانګه پرانيستل شوه

د بلخ پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې د اړيکو څانګه پرانيستل شوه

author avatar
25 Oct 2018 - 13:48
د بلخ پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې د اړيکو  څانګه پرانيستل شوه
author avatar
25 Oct 2018 - 13:48

مزار شريف ( پژواک، ۳ لړم ۹۷): له کابل وروسته د بلخ پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې د اړيکو څانګه پرانيستل شو.

د لوړو زده کړو وزارت مرستيال تواب بالاکرزي د لړم په ۳مه بلخ پوهنتون کې د اړیکو څانګې په پرانيسته کې وويل چې دغه څانګه د امريکا متحده ايالتونو او نبراسکا پوهنتون په مالي او تخنيکي مرسته پرانيستل شوه.

نوموړي وويل چې له کابل وروسته بلخ دويم پوهنتون دی چې د اړيکو ډيپارتمنت په کې ايجاد شو.

هغه زياته کړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د اړيکو څانګې جوړول د اوسني عصر مهمه اړتيا ده او په خبره يې چې لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي څو د هېواد په نورو پوهنتونونو کې هم دغه پروګرام پيل کړي.

بالاکرزی  وايي چې له نړۍ سره د افغان لوستو ځوانانو په اړيکو کې يو لړ تشې محسوسېدې چې د همدې خلاوو ډکولو لپاره دغه ګام پورته شوی دی.

نوموړي وويل: ((د فعالې مفاهمې او کميونيکېشن درلودل د اوسنۍ نړۍ جدي اړتياوې دي، له بده مرغه موږ په دې برخه کې ستونزې لرو؛ هڅو مو  دا ده چې په پوهنتونونو کې د ارتباطاتو د ډيپارتمنت تر څنګ د ټولو پوهنځيو لپاره د اړيکو په نوم د يو مضمون تدريسول هم نصاب کې شامل کړو)).

د لوړو زده کړو وزارت معين زياتوي چې په پوهنتونونو کې د نصاب بيا کتنې او د محصلينو او استادانو د ظرفيت لوړولو برخه کې لا ډېرو هڅو ته ضرورت دی چې دغه وزارت يې په پلان کې لري.

د هغه په خبره، د افغانستان په لويو پوهنتونونو کې د څېړنيزو مرکزونو د جوړېدو هڅې روانې دي چې په يو شمېر ولايتونو کې يې لومړني کارونه ترسره شوي دي.

بالاکرزی وايي چې لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو کې د کيفيت لوړېدو لپاره يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي او زياتوي چې د ياد وزارت ټوله پاملرنه دې ته ده څو له لوړو زده کړو څخه فارغېدونکي ځوانان د کار د بازار پر شرايطو برابر وي.

افغانستان کې د نبراسکا پوهنتون د تعلمي پروګرامونو مسوول حميدالله انوري پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د اړيکو د څانګو پيل کول له نړۍ سره د افغان ځوانانو د لا ډېر نښلولو په موخه رامنځته شوي دي.

د هغه په خبره، دغه پروګرام ځکه د ژورنالېزم پوهنځي په تشکيلاتو کې اضافه شوی چې موږ غواړو د رسنيزو اړيکو په برخه کې د مسلکي کسانو شمېر زيات شي.

انوري وويل چې نبراسکا پوهنتون به د اړيکو د څانګو استادان د لا ډېرو تجاربو اخيستو په موخه له افغانستانه بهر د نړۍ معتبرو پوهنتونونو ته ولېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.