ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: امريکا د سولې هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ پر مخ بیايي

ناټو: امريکا د سولې هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ پر مخ بیايي

author avatar
25 Oct 2018 - 12:07
ناټو: امريکا د سولې هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ پر مخ بیايي
author avatar
25 Oct 2018 - 12:07

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٧): د ناټو سرمنشي باوري دى چې امريکا د افغان سولې په اړه  خپلې هلې ځپلې له افغان حکومت سره په همغږۍ پر مخ بیايي.

د ناټو سکرتر جنرال جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د يو خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.

هغه په دغه کنفرانس کې د ناټو سازمان له خوا تر سړې جګړې وروسته د تر ټولو سترو پوځي تمريناتو پيلولو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه تمرينات سر له نن څخه په ناروې کې پيلېږي.

د ناټو سرمنشي وويل چې په دغه پوځي تمريناتو کې د سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو ځواکونه برخه اخلي.

د معلوماتو له مخې، په دغو پوځي تمريناتو کې ٦٥ بحري بېړۍ، ٢٥٠ الوتکې، ١٠ زره پوځي موټر او ٥٠ زره سرتېري برخه اخلي.

د ناټو سرمنشي د ياد خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوى د هغو ټولو هڅو او هلو ځلو ملاتړ کوي چې د افغان شخړې د سياسي حل لارې لپاره ترسره کېږي.

سټولټنبرګ زياته کړې: ((موږ د افغان سولې ملاتړ د دې لپاره نه کوو چې نېغ په نېغه په خبرو اترو کې برخه واخلو، خو موږ د افغان شخړې د سياسي هواري ملاتړ کوو.))

د هغه په وينا، ناټو د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي، خو دغه سازمان طالبانو ته دا پيغام هم ورکوي چې د جګړې په ډګر کې بريا نه شي ترلاسه کولى.

د ناټو سرمنشي وايي، د همدې لپاره دوى د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي، څو هغوى دومره پياوړي  شي چې د جګړې په ميدان کې تل بريالي و اوسي.

سټولټنبرګ  زياته کړې: ((موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوو، خو په عين حال کې د امريکا او طالبانو ترمنځ  نېغ په نېغه خبرې هم ارزښتناکې دي. ))

د هغه په وينا، ناټو باوري ده چې امريکا د افغان سولې او ثبات لپاره چې کوم اقدامات کوي، له کابل سره يې په همغږۍ ترسره کوي.

د ناټو سرمنشي وايي چې امريکا د افغان سولې په اړه د سولې له هلو ځلو افغان حکومت په جريان کې کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.