کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٧): د ناټو سرمنشي باوري دى چې امريکا د افغان سولې په اړه خپلې هلې ځپلې له افغان حکومت سره په همغږۍ پر مخ بیايي.
د ناټو سکرتر جنرال جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د يو خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.
هغه په دغه کنفرانس کې د ناټو سازمان له خوا تر سړې جګړې وروسته د تر ټولو سترو پوځي تمريناتو پيلولو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه تمرينات سر له نن څخه په ناروې کې پيلېږي.
د ناټو سرمنشي وويل چې په دغه پوځي تمريناتو کې د سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو ځواکونه برخه اخلي.
د معلوماتو له مخې، په دغو پوځي تمريناتو کې ٦٥ بحري بېړۍ، ٢٥٠ الوتکې، ١٠ زره پوځي موټر او ٥٠ زره سرتېري برخه اخلي.
د ناټو سرمنشي د ياد خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوى د هغو ټولو هڅو او هلو ځلو ملاتړ کوي چې د افغان شخړې د سياسي حل لارې لپاره ترسره کېږي.
سټولټنبرګ زياته کړې: ((موږ د افغان سولې ملاتړ د دې لپاره نه کوو چې نېغ په نېغه په خبرو اترو کې برخه واخلو، خو موږ د افغان شخړې د سياسي هواري ملاتړ کوو.))
د هغه په وينا، ناټو د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي، خو دغه سازمان طالبانو ته دا پيغام هم ورکوي چې د جګړې په ډګر کې بريا نه شي ترلاسه کولى.
د ناټو سرمنشي وايي، د همدې لپاره دوى د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي، څو هغوى دومره پياوړي شي چې د جګړې په ميدان کې تل بريالي و اوسي.
سټولټنبرګ زياته کړې: ((موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوو، خو په عين حال کې د امريکا او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې هم ارزښتناکې دي. ))
د هغه په وينا، ناټو باوري ده چې امريکا د افغان سولې او ثبات لپاره چې کوم اقدامات کوي، له کابل سره يې په همغږۍ ترسره کوي.
د ناټو سرمنشي وايي چې امريکا د افغان سولې په اړه د سولې له هلو ځلو افغان حکومت په جريان کې کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن