ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ له لوري د وېزو ورکړې ستونزه لا هم حل نه ده

ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ له لوري د وېزو ورکړې ستونزه لا هم حل نه ده

author avatar
25 Oct 2018 - 18:16
ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ له لوري د وېزو ورکړې ستونزه لا هم حل نه ده
author avatar
25 Oct 2018 - 18:16

جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۷): ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ له لوري د وېزو ورکړې ستونزه د ولايتي ادارې د هلو ځلو، بهرنيو چارو وزارت د منځګړتوب او د خلکو تر بيا بيا شکايتونو وروسته هم نه ده حل شوې.

اوس چې دغلته د ورځو په مهالوېش د وېزو ورکړه پيل شوې او د کونسلګرۍ چارواکو هره ورځ د ۱۸۰۰ وېزو ورکړې ژمنه کړې؛ خو بيا هم يو ناروغ وېزه اخيستونکی له نيمې شپې تر غرمې ډېره په سختۍ وېزه ترلاسه کوي او کله ناکله خو ورته وار هم ونه رسېږي.

د تلې په ۳مه د پژواک خبريال په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته ورغی، د سهار په توره تياره له دوو زرو ډېر کسان چې ناروغان، مېرمنې او سپين ږيري هم په کې وو، تر ډېره تر سترګو کېدل چې د وېزو تر لاسه کولو په موخه راغلي وو.

په وېزو تر لاسه کوونکو کې يو شمېر مېرمنې له سختو ستونزو وروسته د کونسلګرۍ تر انګړه رسېدلې وې؛ خو څو مياشتني اولادونه يې بهر پاتې وو او له ډېرې ژړا يې وضعيت خراب شوی و.

د کونړ ولايت يو اوسېدونکی شاهد الله وايي: ((د شپې په يوه بجه راغلي يو، ښځه مې په هغه بله لار لاړه، زه دلته بهر يم، درې مياشتنۍ لور مې هم راسره پاتې شوه، دا دی اوس د ورځې لس بجې دي، د لور وضعيت مې بېخي خراب دی، خدای پوهېږي که ژوندۍ پاتې شي.))

د ناروغانو په ډله کې د زړه ناروغان، د لوړ فشار، سږو او نورو بېلابېلو داسې ناروغيو  ناروغان موجود و، چې په ازاد فضا کې يې هم وضعيت خرابېږي؛ خو دغلته په ټېل ماټېل کې ډېر کله تر پښو لاندې هم شول.

سپن سرې ګلمکۍ، د لغمان ولايت ده، څلور ورځې سر په سر په وېلچر کې راوستل شوې، خو د وېزې په تر لاسه کولو بريالۍ شوې نه ده.

د وېزې تر لاسه کوونکي شکايت کوي، هغه خلک په اسانۍ وېزه تر لاسه کوي، چې يا تکړه د منډې ځوانان وي او يا پيسې ولري؛ خو سپين ږيري، مېرمنې او ناروغان له ډېرو تکليفونو سره مخامخ دي.

د حاجي محمد په نوم سپين ږيري پژواک ته وويل: ((يا به په دغو ټېلو او رش کې ځان تر دروازې رسوې او يا به هم پيسې ورکوې، اوس خو نرخونه بېخي لوړ شوي، سل دوه سوه ډالر اخلي.))

د ډېرو خلکو شکايت د ننګرهار له والي څخه و، چې په خبره يې کونسلګري يې منظمه نه، بلکې لا يې خلکو ته مشکلات زيات کړل.

د ادريس په نوم وېزه ترلاسه کوونکي وويل، پخوا به په اوونۍ کې خامخا د وېزې په تر لاسه کولو بريالی کېده؛ خو اوس دا دی درېيمه اوونۍ ده چې هره پنجشنبه راځي؛ خو وېزه نه ترلاسه کوي.

دی وايي، والي د کونسلګرۍ لپاره ډېر نا انډول مهالوېش برابر کړی، ځکه د ننګرهار خلکو ته يې اوونۍ کې څلور ورځې وخت ورکړی او د شپږو ولايتونو خلکو ته يې يواځې يوه ورځ ټاکلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.