کابل (پژواک، ۳ لړم ۹۷): د ١٠١اسمايي زون قومانداني وايي چې د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يوتن ټپي شو .
د ١٠١اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د کابل ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند ساحه کې شوې ده .
ده وويل چې د کابل د بالاحصار دېوال ترڅنګ چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي و چې نن سهار اته بجې يې د چاودنې له امله يوتن ټپي شو .
هغه وويل چې په دې چاودنه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى او د څېړنې ډله سيمې ته تللې ده .
تراوسه ددغې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن