ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې چاودنې يوتن ټپي کړ

په کابل ښار کې چاودنې يوتن ټپي کړ

author avatar
25 Oct 2018 - 10:39
په کابل ښار کې چاودنې يوتن ټپي کړ
author avatar
25 Oct 2018 - 10:39

کابل (پژواک، ۳ لړم ۹۷):  د  ١٠١اسمايي زون قومانداني وايي چې د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يوتن ټپي شو .

 د ١٠١اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د کابل ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند ساحه کې شوې ده .

ده وويل چې د کابل د بالاحصار دېوال ترڅنګ چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي و چې نن سهار اته بجې يې د چاودنې له امله يوتن ټپي شو .

 هغه وويل چې په دې چاودنه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى او د څېړنې ډله سيمې ته تللې ده .

 تراوسه ددغې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.