ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابینې د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې مسوده په پرنسیب کې تایید کړه

کابینې د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې مسوده په پرنسیب کې تایید کړه

author avatar
25 Oct 2018 - 10:49
کابینې د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې مسوده په پرنسیب کې تایید کړه
author avatar
25 Oct 2018 - 10:49

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٧): د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان کابينې د ١٣٩٨ لمريز کال د ملي بودجې مسوده په پرنيسب کې تاييد کړه.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني په مرکز او ولایتونو کې د ولسي جرګې په بریالیو ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون تر څنګ په دې ملي پروسه کې د خلکو د بسیجولو په خاطر د نوماندانو هڅې وستایلې.

هغه زياته کړه: ((د ولسي جرګې په ټاکنو کې زموږ ویاړلي ملت په خپل پراخ ګډون سره دا ثابته کړه چې پر سولې او ازادۍ باوري دي، د ولسواکۍ او قانونمندۍ په خاطر د ګواښونو په مقابل کې درېږي او هر ډول قرباني ورکوي.

ولسمشر غني د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریا پایله وبلله، هغه له دویم مرستیال، د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال او د سیمه‎‎ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې له ريیس څخه  وغوښتل چې په غزني کې دې د دغه ولایت د خلکو په مشوره ژر د ټاکنو ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالي کال بودجې مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې مسوده په پرنسیب کې تایید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې یاده بودجه دې د وزیرانو او دولتي ادارو له رئیسانو سره په همغږۍ د غونډې د یادونو مطابق بیا وګوري او پړاوونه دې بشپړ کړي.

سرچينې زياته کړې، د کابینې غونډې دغه راز وزارتونه او دولتي ادارې موظف کړل چې په لګښتونو کې د سپما د اصل په پام کې نیولو سره د تجملي وسایلو له پېرلو ډډه وکړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د اسلامي نړیوال پوهنتون د جوړولو په اړه په قاهره کې د اسلامي همکاریو دوولسم کنفرانس (OIC) د مصوبې پر اساس د دغه وزارت وړاندیز غونډې ته مطرح کړ چې کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د اسلامي همکاریو د دوولسم کنفرانس د پرېکړې مطابق په افغانستان کې د اسلامي بین المللي پوهنتون جوړول په کابل کې تایید او د ښار جوړولو وزارت په مشرۍ یې یوه کمېټه موظفه کړه چې د یاد پوهنتون د اړتیا وړ ځمکه دې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې د وړاندېز په پام کې نیولو سره په چهاراسیاب ولسوالۍ یا د ټکنالوژۍ په پارک کې مطالعه او خپل مشخص وړاندیز دې کابینې ته وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.