ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که بايومټريک شوې رايې له هغو نورو جلا نه شي ولسمشريزې ټاکنې به تحريم کړو”

“که بايومټريک شوې رايې له هغو نورو جلا نه شي ولسمشريزې ټاکنې به تحريم کړو”

author avatar
25 Oct 2018 - 15:21
“که بايومټريک شوې رايې له هغو نورو جلا نه شي ولسمشريزې ټاکنې به تحريم کړو”
author avatar
25 Oct 2018 - 15:21

خوست ښار (پژواک، ۳ لړم ۹۷):په خوست کې د ولسي جرګې يو نوماند او د هغه پلويانو چې ډېرى يې ديني عالم وو، ګواښ وکړ چې که بايومټريک شوې رايې له نورو هغو جلا نه شي ولسمشريزې ټاکنې به تحريم کړي.

د ولسي جرګې نوماند عبدالولي واحدزي او د هغه پلويانودا څرګندونې چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده نن د (لړم ۳مه) په يوه اعتراضيه غونډه کې وکړې.

دوی په خپلو خبرو کې وويل چې په دې ولايت کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي او په زرګونه رايې د بايومټريک سيستم پرته د څو مشخصو نوماندانو په ګټه کارول شوې دي.

د ولسي جرګې نوماند عبدالولي واحدزي دغې اعتراضيه غونډې ته وويل چې د ټاکنو په ورځ ددې ولايت په يو شمېر سيمو کې د ځينو مشخصو نوماندانو په ګټه درغلۍ شوې دي.

هغه وايي، که بايومټريک شوې رايې له نورو هغو جلا نه شي، نو د ټاکنو کمېسيون هيڅ پرېکړې دوی ته د منلو وړ نه ده او په وړاندې به يې مدني حرکتونه پيل کيږي.

دی زياتوي: ((که چېرې له دې پرته د ټاکنو پايلې اعلان شي موږ ته د منلو وړ نه دي حتی که زموږ د سر په بيه هم تمامې شي. دا له ولسونو سره لوی ظلم دی او بيا هم وايم که پاکې او چټلې رايې معلومې نه شي، هر څوک چې له دې ولايت څخه د ولسي جرګې وکيل کيږي ماته د منلو وړ نه دی.))

يو تن ديني عالم واردګل وويل، که مرکزي اداره د دوی غوښتنو ته غوږ ونه نيسي او د دوی په پاکو کارولو شوو رايو معامله ترسره کړي، نو په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو به ګډون ونه کړي.

هغه وايي: ((زه د جومات ملا امام يم او دا شپږ مياشتې مو نارې ووهلې چې رايه سم کس ته واچوئ او اوس چې حکومت زموږ په رايه معامله کوي، نو په واللهُ عظيم چې زه به له منبر څخه دا غږ پورته کوم چې په ولسمشريزو ټاکنو کې څوک ګډون ونه کړي او د حکومت په مخالفت کې راپورته شي.))

يو بل ديني عالم بصيرالله بيا يادې شوې غونډې ته وويل ټول هغه کارمندان چې د ټاکنو په پروسه کې په دندو ګومارل شوي وو، زياتره يې بې سواده وو او په خپل ورسپارل شوي مسووليت نه پوهېدل.

نوموړي هم په خپلو خبرو کې وويل چې د بايومټريک پرته کارول شوې رايې د څو مشخصو نوماندانو په ګټه استعمال شوې دي.

ده زياته کړه: ((موږ په پوره ايمايندارۍ سره خپلې رايې استعمال کړې، اوس دې کمېسيون زموږ په وينو معامله نه کوي. هغه رايې چې د بايومټريک پرته کارول شوې دي موږ ته د منلو وړ نه دي.))

په همدې حال کې په دې ولايت کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالله انصاري هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی ته د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو د درغلۍ په اړه شکايتونه ورغلي دي او تر څېړنې لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.