ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د هرات اووم امنيتي کنفرانس پيل شو

​د هرات اووم امنيتي کنفرانس پيل شو

author avatar
26 Oct 2018 - 12:17
​د هرات اووم امنيتي کنفرانس پيل شو
author avatar
26 Oct 2018 - 12:17

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٤) : په هرات ولايت کې د اووم امنيتي کنفرانس دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه، چې پکې ګن شمېر کورني او بهرني چارواکي ګډون کوي.

د هرات اووم امنيتي کنفرانس د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز لخوا په لاره اچول شوى دى، چې پکې د افغانستان او سيمې پر امنيت خبرې کېږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال نصير اندېشه وايي، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان ، منځني اسيا هېوادونو په ګډون د ګڼ شمېر هېوادونو استازو، د ملي او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى دى.

ددې کنفرانس پرانستونکې وينا د هرات والي اصف رحيمي وکړه، او مېلمنو ته يې هرکلى وويلو.

ورپسې د ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر سپنتا خبرې وکړې او د افغانستان په امنيت کې يې د سيمې د هېوادونو پر رول رڼا واچوله.

ددې کنفرانس د لومړۍ ورځې ويناوالو دافغانستان امنيت د اندېښنې وړ وباله او د افغانستان له متحدينو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې ډېرې همکارۍ وکړي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم وينا وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګريزو اړيکو يې رڼاواچوله.

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې، په دې کنفرانس کې به د افغانستان پر شخړې او د هواري پر لارو چارو، پر سياسي سيسټم، اقتصاد، طالبانو، بهرنۍ تګلارې او پر راتلونکو پروګرامونو خبرې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.