کندهار (پژواک، ۴ لړم ۹۷): د کندهار د ولایتي شورا او علماوو شورا مشران وايي، د ولسي جرګې له غړي همایون همایون څخه دې د جنرال عبدالرازق په فاتحه کې د شوي سپکاوي پوښتنه وشي.
وړمه ورځ په خوست ولايت کې د کندهار د پخواني قوماندان جنرال رازق، د ملي امنيت د پخواني رييس جنرال مومن حسین خېل او جبار قهرمان د فاتحې مراسم جوړ شوي وو چې د ولسي جرګې مرستيال او د خوست وکيل همايون همايون غونـډې ته ورځي او د غوسې په ډول بېنر له دېواله را کشوي او څنډه يې شلېږي.
ویل کېږي همایون همایون ځکه دا کار وکړ چې ویل یې ولې په بینر کې د جبار قهرمان عکس نشته.
دغه مهال د خوست د والي حکم خان حبيبي او همايون همايون ترمنځ لفظي شخړه کېږي او وروسته ټول بېنرونه له دېواله راکوزېږي.
د کندهار د ولایتي شورا او علماوو شورا رییسان د همایون همایون دغه کار د جنرال عبدالرازق سپکاوی ګڼي او له حکومت څخه یې د څېړنې غوښتنه کوي.
د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال د لړم په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې کې هیڅ شک نشته چې د جنرال عبدالرازق په فاتحه کې د همایون دغه ډول کړنه څرګند سپکاوی دی.
هغه زیاته کړه، د فاتحې مراسم د خوست ولایت مقام له خوا د جنرال عبدالرازق او جنرال مومن حسین خېل لپاره نیول شوي وو او د ولسي جرګې غړي همایون همایون ته په کار نه وه چې دا ډول غبرګون وښيي.
دی وايي، همایون د فاتحې په مراسمو کې د هغه بینر په شلولو چې د هېواد د دوو ویاړلو جنرالانو نومونه پرې لیکلي وو، هغوی ته سپکاوی کړی دی.
د ده په خبره، حکومت باید د خپلو دوو جنرالانو د سپکاوي له امله همایون همایون نه یوازې وپوښتي بلکې هغه ته د کړي کار سزا ورکړي.
د کندهار د علماوو شورا رییس مولوي عبیدالله فیضاني هم د همایون همایون دغه کار په سختو ټکو غندي او دا د جنرال عبدالرازق او جنرال مومن سپکاوی او توهین ګڼي.
فیضاني پژواک خبري اژانس ته وویل، همایون همایون په خپله دغه کړنه د هېواد د ټولو خلکو زړونه خپه کړي دي، ځکه هغه د فاتحې په مراسمو کې هغه بینر شلولی چې د هېواد د دوو شهیدو جنرالانونو نومونه پرې لیکلي وو.
دی وایي، دا د حکومت دنده ده چې همایون د خپل دغه کار له امله وپوښتي او د هېواد جنرالانو ته د سپکاوي له امله یې محاکمه کړي.
د ولسي جرګې د غړي همایون همایون دغې کړنې په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه پارولي او د هغه دا کړنه یې غندلې ده.
که څه هم هغه ویلي چې له دې کاره یې هدف په بینر کې د جبار قهرمان د عکس نشتوالی و خو خلک وايي د هغه د غبرګون ښودلو دغه بڼه له هره پلوه ناسمه ده او توجیه کېدای نه شي.
د دغې موضوع اړوند د خوست ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې سپيناوى هم شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه څه چې په ټولنیزو رسنیو کې د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي او د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون ترمنځ د لفظي شخړې پر سر ښکته پورته کېږي، داسې نه ده لکه څنګه چې انعکاس ورکول کېږي.
سرچينې زياته کړې، حقیقت دا دی چې د خوست د والي په ابتکار او نوښت نن د مېلمستون په ودانۍ کې د ستر جنرال عبدالرازق او د نورو اتلانو د فاتحې مراسم ترتیب شوي وو چې په کې ګڼو دولتي چارواکو سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، علما کرامو او ځوانانو ګډون درلود، په دې ګډونوالو کې د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون هم برخه اخیستي وه او د ښه راغلاست بېنر کې د شهید ستر جنرال عبدالرازق د نوم تر څنګ د نورو شهيدانو کلمه کارېدلې وه چې د همایون غبرګون یې وښود او دغه بېنر یې څیرې کړ او له دیوال څخه یې راښکته کړ چې موضوع د لفظي شخړې باعث شوه.))
په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ لپاره د وطن هر شهید ځانګړی ځای لري چې په همدې اساس مو د هغوی فاتحه واخیسته ولې متاسفانه دغه عمل د هغوی له خوا په شعوري توګه تنظیم شوی څو د فاتحې دغه مراسم خراب کړي او یوه بې نظمي رامنځته کړي او ټول ځواب یې باید د ولسي جرګې مرستیال ووایي.))
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن