ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان په بورکه کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دېوال جوړېږي

د بغلان په بورکه کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دېوال جوړېږي

author avatar
27 Oct 2018 - 14:31
د بغلان په بورکه کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دېوال جوړېږي
author avatar
27 Oct 2018 - 14:31

پلخمري (پژواک، ٥ لړم ٩٧): د بغلان په بورکې ولسوالۍ کې له څو کلونو وروسته د اته ميليونه افغانيو په لګښت د يو استنادي دېوال جوړېدو چارې پيل شوې.

د دغه استنادي دېوال د جوړېدو چارې نن (د لړم ۵مه) د بورکې ولسوالۍ په فلول درې کې پيل شوې.

په دې اړه د بغلان د کلیو پراختیا ریيس اول خان احمدزي وویل چې هر کال به سېلابونو د فلول درې ٢٥٠٠ کورنۍ له ستونزو سره مخ کولې.

هغه زياته کړه: ((د ډېرو خلکو کورونه يې وړي هم دي، خو دا ځل ورته د اته ميليونه افغانيو په لګښت ٤٣٠ متره استنادي دېوال جوړېږي، څو دغه مشکل يې حل شي.))

د احمدزي د معلوماتو له مخې، د دې پروژې کار به د درېيو مياشتو په موده کې بشپړ شي او لګښت هم د کليو پراختيا وزارت له لوري ورکول کېږي.

همدارنګه د بورکې ولسوال شمس الدین شهاب وویل چې د نا امنۍ له امله په تېرو څو کلونو کې دلته کومه پروژه نه ده پلې شوې.

د ولسوال په وينا، سره له دې چې دې پروژې يو شمر کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده او په بشپړېدو سره به يې زرګونه کورنۍ د سېلاب له ګواښونو هم وژغورل شي.

دغه راز د فلول درې اوسېدونکي غلام سخي پژواک ته وويل چې پر دې پروژې ډېر خوښ دي.

هغه وايي: ((په وروستيو کلونو کې دا لومړۍ پروژه ده چې په دې ولسوالۍ کې پيلېږي او موږ د پروژو په تطبيق له حکومت سره د هر راز همکارۍ ژمنه کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.