ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خلکو کابل ته د اسلامي پوهنتون د لېـږدېدو له پرېکړې سره سخت مخالفت کړی

د ننګرهار خلکو کابل ته د اسلامي پوهنتون د لېـږدېدو له پرېکړې سره سخت مخالفت کړی

author avatar
27 Oct 2018 - 15:49
د ننګرهار خلکو کابل ته د اسلامي پوهنتون د لېـږدېدو له پرېکړې سره سخت مخالفت کړی
author avatar
27 Oct 2018 - 15:49

جلال اباد (پژواک، ۵ لړم ٩٧): د ننګرهار ولايت اوسېدونکو، مدني فعالانو او سياسيونو د کابينې له هغې پرېکړې سره کلک مخالفت ښودلی چې ګواکې په دغه ولايت کې جوړېدونکى نړيوال اسلامي پوهنتون دې کابل ته ولېږدول شي.

دوی وايي، د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبره په ننګرهار کې اېښودل شوې او بل ځای ته انتقال يې د دغه ولايت د خلکو ښکاره توهين دی.

‎په ننګرهار کې د نړيوال اسلامي پوهنتون چې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د هغه مهال د والي ګلاب منګل او ګڼ شمېر نورو چارواکو له خوا اېښودل شوې وه.

خو تېره اوونۍ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابينې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دغه نړيوال اسلامي پوهنتون دې په کابل کې جوړ شي.

د کابينې له غونډې وروسته د ارګ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((د لوړو زده کړو وزير په افغانستان کې د اسلامي نړيوال پوهنتون د جوړولو په اړه په قاهره کې د اسلامي همکاریو دوولسم کنفرانس (OIC)د مصوبې پر اساس د دغه وزارت وړانديز غونډې ته مطرح کړ چې کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د دغه پوهنتون جوړول په کابل کې تایید کړ.))

د سرچينې په وينا، کابينې د ښار جوړولو وزارت په مشرۍ یې یوه کمېټه موظفه کړه چې د ياد پوهنتون د اړتیا وړ ځمکه دې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې د وړانديز په پام کې نیولو سره په چهاراسیاب ولسوالۍ يا د ټکنالوجۍ په پارک کې مطالعه او خپل مشخص وړانديز دې کابينې ته وړاندې کړي.

د کابينې دغه پرېکړه د ننګرهار ولايت د اوسېدونکو، مدني فعالانو او سياسيونو کلک غبرګونه راپارولي او د کابينې پرېکړه يې په کلکه غندلې ده.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په ټـولنيزه شبکه فيسبوک کې په دې اړه خپل دريځ څرګند کړى او په ډاګه کړې یې ده چې د کابينې دغه غير عادلانه پرېکړه په هېڅ ډول دوى ته د منلو نه ده.

ده زياته کړې: ((هېچا ته اجازه نه ورکوو چې دا ستره تعليمي، حياتي او لوړ ارزښت لرونکې پروژه زموږ له سيمې کابل ته انتقال کړي. زه د ننګرهار او ختيځ له ولسونو سره ژمنه کوم چې د دې موضوع په اړه د اړوند وزارتونو او ادارو له مسوولينو سره رسمي ناسته او مجلس ولرم او په جدي توګه به ياده موضوع ورسره تعقيبوم.))

د مشرانو جرګې رييس له حکومته غوښتي چې د متوازن پرمختګ اصل ته په ژمنتيا سره ياده پروژه د قانوني اسنادو له مخې په خپله ساحه کې تطبيق شي او د لوی ننګرهار او ختيځوالو له درنو احساساتو سره لوبې ونه کړي.

مسلميار زياته کړې، د دغه پوهنتون د جوړېدو او منظورېدو ټول قانوني او حقوقي مراحل بشپړ شوي دي اوس داسې هېڅ موارد نشته چې د چارو د پيلېدو د خنډ و ځنډ مخه يې ونيسي اړوند مسوولين دې ياده موضوع د قانون مطابق مخې ته يوسي او د يوه ولايت مسلم او قانوني حق دې بلې خوا ته نه وړي او نه دې موضوع ستونزمنه کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال هم له ننګرهاره کابل ته د نړيوال اسلامي پوهنتون له لېږدولو سره مخالفت ښودلى دى.

هغه په فيسبوک کې ليکلي: ((د دغه پوهنتون د جوړېدو وړاندیز زما له لوري د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لارښونې پر اساس د اسلامي پراختیایي بانک د خرطوم سو‌‌‌‌‌‌ډان په ٢٠١٢ کال کلنۍ غون‌‌‌‌‌‌ډه کې وړاندې او د نوموړي بانک له لوري د بلاعوضه مرستې د تمویل لپاره منظور شو.))

هغه زياته کړې، ورپسې د نوموړي پوهنتون د جوړېدو رسمي اعلان د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري د نوموړي سازمان د هماغه کال په کلنۍ غون‌‌‌‌‌‌ډه کې هم وشو.

له هغه وروسته د دغه پوهنتون موقعیت په ننګرهار کې د وخت د کابینې له لوري رسماً منظور او د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وشوه چې په ننګرهار کې د پوهنتون د جوړېدو په اړه د اسلامي نړیوال بانک سره له نږدې همکاري وکړي .

زاخېلوال وايي، په پایله کې یې هم په ننګرهار کې د نوموړي پوهنتون لپاره یوه ستره مناسبه ځمکه جلا او رسماً انتقال شوه او هم د اسلامي پراختیایي بانک له لوري د نوموړي پوهنتون د ‌‌‌‌‌‌ډیزان او مطالعې لپاره متعدد مسلکي ټيمونه را ولېږل شو چې هر یو یې د نورو ورسپارل شوو کارونو تر څنګ ننګرهار او هلته د پوهنتون لپاره مشخص شوی موقعیت کلک تایید کړی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولايت وکيل ميرويس ياسيني هم ټينګار کړى چې دغه پوهنتون دې په ننګرهار کې جوړ شي.

هغه ويلي: ((د اسلامي پوهنتون په اړه مې دا څو کاله کېږي له اړوند خلکو سره بحثونه کړي او دا مې ټولو ته روښانه کړې چې دغه پوهنتون په ننګرهار کې یوازې د ننګرهار لپاره نه، بلکې په ختيځ کې د ټول افغانستان لپاره بايد جوړ شي.))

ياسيني زياته کړې، خلک دې پر دې پوه شي چې ننګرهار يو وخت د افغانستان پلازمېنه وه او اوس هم مشرقي له پلازمېنې کابل څخه کم نه دى؛ ځکه نو د ټولو اړوندو مسوولینو څخه يې هيله کړې چې دا موضوع دې نوره نه ځنډنۍ کوي او په ننګرهار کې دې پر دې پروژې ژر تر ژره پيل وکړي.

‎د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دا پرېکړه نا عادلانه ګڼي او وايي تر خپله وسه به ترې دفاع وکړي.

‎مدني فعال نقيب احمد اتل وايي: ((ولسمشر له ننګرهاريانو سره د اسلامي پوهنتون جوړېدو ژمنه کړې او که دلته ونه رغول شي، نو دغه چاره به د ولسمشر په خولې پورې خندا وي.))

‎سياسي شنونکی او د نظر خاوند ارشاد رغاند وايي، د دې پروژې د پيل څلور کاله وشول، خو تر اوسه ولايتي اداره ونه توانېده چې امنيت يې تامين او پروژه پلې کړي.

‎خو هغه يادونه وکړه چې د ننګرهار خلک به د وزيرانو شورا دا پرېکړه ونه مني او تر خپله وسه به ترې دفاع وکړي.

‎د ننګرهار ولايتي شورا غړي محمد ناصر کاموال پژواک ته وايي: ((ياده پرېکړه د قانون او د ننګرهار د خلکو د حقونو خلاف ده او موږ به يې هېڅکله ونه منو.))

‎هغه پژواک اژانس ته وويل، که حکومت د کابينې دا پرېکړه بدله نه کړي، نو ښايي د ننګرهار خلک مدني حرکتونه پيل کړي.

‎د اسلامي پوهنتون د انتقال موضوع د ټولنيزې شبکې فېسبوک د کارکوونکو غبرګونونه هم راپارولي او دا يې ناسمه پرېکړه ګڼلې ده.

‎د شېرشاه همدرد په نوم د نظر خاوند ليکلي، د اسلامي پوهنتون د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبره ننګرهار کې اېښودل شوې، جوړېدل يې د ننګرهاريانو حق دی او بل ځای ته انتقال يې د ننګرهاريانو توهين دي.

‎د فېسبوک بل کاروونکي اميد حيران ليکلي: ((د افراطيت د مخنيوي لپاره ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون جوړېدل به ځوانان له افراطيت وژعوري، کنه د ختيځ ځوانان به د اسلامي زده کړو لپاره پاکستان ته ځي او هلته به افراطي زده کړې ورکول کېږي.))

‎د ټولنيزو شبکو کاروونکي د ننګرهار پر سياسي رهبرانو او د حکومت پر څوکيو ناستو ننګرهاريانو باندې هم نيوکه کوي چې د ننګرهار لپاره يې دغه برخه کې تش غبرګون هم نه دی څرګند کړی.

بلخوا د ننګرهار والي حيات الله حيات هم خلکو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او د خلکو غبرګونونه له مرکز سره شريک شوي.

‎د نوموړي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې والي د دې موضوع له رامنځته کېدو وروسته د خلکو غبرګونونو له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريک کړي او تر وروستي توانه هڅه کوي چې دغه پوهنتون ننګرهار کې پاتې شي.

‎د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل د یادې موضوع په اړه له پژواک سره خبرو ته حاضر نه شو.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون وايي چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د اسلامي کنفرانس په ننګرهار کې د ياد پوهنتون د جوړېدو د لګښت له ورکولو انکار کړى او وړانديز يې کړى چې دا دې په کابل کې جوړ شي.

رباني ويلي چې د اسلامي همکاريو سازمان له افغان حکومت سره په کابل کې د ٣٥٠ ميليونه ډالرو په لګښت د دغه پوهنتون د جوړېدو موافقه کړې ده.

د خوځون په وينا، د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې په يوه کمېټه دې جوړه شي او د اسلامي همکاريو له سازمان سره دې په دې اړه خبرې وکړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.