ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا په ملکي روغتون کې ناروغان له فساده شکایت کوي

د پکتیا په ملکي روغتون کې ناروغان له فساده شکایت کوي

author avatar
27 Oct 2018 - 15:19
د پکتیا په ملکي روغتون کې ناروغان له فساده شکایت کوي
author avatar
27 Oct 2018 - 15:19

ګردېز (پژواک، ٥ لړم ٩٧): د پکتيا د بېلابېلو سيمو ناروغان او ناروغ لرونکي شکايت کوي چې په حوزوي روغتون کې د روغتيايي خدمتونو کيفيت خورا ټيټ دی او د ناروغانو ستونزو ته یې رسېدنه نه کېږي.

دوی وايي چې ځيني ډاکټران په رسمي وخت کې په خپلو شخصي کلينيکونو کې وي او ډېری وخت ناروغانو ته له روغتون څخه درمل نه ورکول کېږي.

د لړم په پنځه د مرکز ګردېز په حوزوي روغتون د خوشحال الدين په نوم يوه ناروغ لرونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ځلې يې ان ساعتونه د اړوند ډاکټر راتلو ته انتظار کړی، خو ډاکټران پر وخت دندې ته نه حاضرېږي.

نوموړي وويل: ((خلک وختي ورته راشي، نمبر ونيسي، خو ډاکټر په ټايم نه راځي، په خپله خوښه راځي. دواګانې له خارج نه د غريب ولس لپاره راځي، خو په شخصي دواخانو کې يې خرڅوي، موږ ته يو، يو پاکټ ګولۍ راکوي.))

دغه راز د خيال ګل په نوم يو بل ناروغ لرونکی وايي، سره له دې چې د پکتيا ولايتي روغتون پر حوزوي بدل شو، خو لا هم په دغه روغتون کې ځينې څانګې او ډاکټران نشته دي.

ده وويل: ((مشکلات خو د ډاکټرانو مشکلات دي، مريضان راځي، نه يې ولاکه دومره تداوي کېږي او نه بل څه. اول دغو خلکو، ښځو او ماشومانو ته وګوره چې خالي دوايي نه ورکوي چې واسطه ونه لرې، دوا به له باندې اخلې.))

همدارنګه يوه ناروغ ظاهر خان په روغتون کې د ناروغيو له سم تشخيص نه کېدو شکايت لري او وايي چې په روغتون کې ځيني نوي ګومارل شوي نرسان او ډاکټران د ناروغيو تشخيص نه شي کولی.

هغه وايي: ((دواګانې له دې ځايه ټولې باسي، د باندې دواخانې دي، هلته يې خرڅوي، نرسان او ډاکټران هم سم نه پوهېږي، مشکل او مرض سم نه شي تشخيص کولاى.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل په حوزوي روغتون کې ستونزې مني او وايي چې ډېری روغتيايي کارکوونکي د اړيکو پر اساس او يا د پيسو په بدل کې ګومارل شوي دي.

کرخېل پژواک ته وويل: ((ډېری ډاکټران د لياقت له مخې نه، بلکې د اړيکو له مخې راغلي دي. کله چې يو ډاکټر په واسطه راشي او لياقت ونه لري، له هغه نه د خدمت تمه لرو او نه به خلکو ته خدمت وړاندې کړي. شفاخانې ته مريضان راځي او بېرته رخصتېږي، نه د ډاکټرانو ښه وضعيت شته، نه مناسبه دوا شته او نه مناسب متخصصين شته.))

د ولايتي شورا بل غړي محمدرحمن قادري وويل چې د عامې روغتيا وزارت بايد د دغه روغتون د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

قادري وايي: ((د پکتيا له ملکي روغتون څخه اکثره مراجعين يا مريضان شکايت کوي؛ ځکه کله چې دوی مريضان هلته وړي، ډاکټران پر وخت هغه ته نه رسيږي، هېڅ ارزښت مريض ته نه ورکوي او نه يې ګوري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.